دوبۍ د سټارت آپ انډیا دوه ورځینۍ سر مشریزه غونډه جوړه کړی

عایدات نه لرونکې د مفکرینو ډلې، ایسپریټ سره په انډیوالتوب په دوبۍ کې د هند سفارت او سی جې آي دوبۍ چې ټاۍ لخوا ورته ملاتړ ترلاسه دی، دوبۍ به د ۲۰۱۷م میلادی کال د مۍ میاشتې په ۲۳مه او ۲۴مه نیټه په متحده عرب اماراتو کې سټارټ آي انډیا په نامه دوه ورځینۍ سرمشریزه غونډه جوړه کړی. دا په متحده عرب اماراتو کې د سټارټ آپ لومړۍ سرمشریزه غونډه ده. د دې موخه دا ده چې زیاتې همکارۍ، د راکړې ورکړی مفکورو، پوهانو سره غونډې، پانګه اچونکو او صنایعو سره کتنه او په متحده عرب اماراتو کې د ګډو پروژ سرمایه کارانو ته لاس رسی کولو لپاره په هند او اماراتو دواړو کې د سټارټ آپ طبعې تعادل سیستم لپاره یو ګډ اساس برابرول دی.سټارټ آپ انډیا د لومړی وزیر نریندر مودی یوغټ پروګرام دی او د حکومت هڅه دا ده چې د هند تاجرانو ته وده ورکړۍ شی