لومړۍ وزیر نریندر مودې به د روانې میاشتې په ۲۳مه نیټه د افریقې پرمختیائې بانک کلنۍ غونډې پرانیسی

لومړۍ وزیر نریندر مودې به د روانې میاشتې په ۲۳مه نیټه د افریقې پرمختیائې بانک کلنۍ غونډې پرانیسی. په نوی ډیلې کې رسنیو ته په وینا کولو د اقتصادی چارو سکرټر شکتې کانتا داس وویل چې د افریقې پرمختیائې بانک په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې هندوستان د بانک کلنۍ غونډه جوړوی. نوموړی وویل چې دا غونډه به د مۍ میاشتې ۲۲می نیټې څخه ۲۶مې نیټې پورې د ګجرات په ګاندې نګر کې ترسره کیږی. ښاغلې داس وویل چې کلنۍ غونډې د بانک ترټولو غټ جشن وی او په دی کې به د ګردې نړې ۸۱ غړی هیوادونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ پلاوی ګډون وکړی