لومړی وزیر به د مۍ میاشتې په ۲۶مه نیټه په اسام کې دوهلاسادیا پول ملت ته وقف کړی

لومړی وزیر نریندرمودی به د مۍ میاشتې په ۲۶مه نیټه په اسام کې دوهلاسادیا پول ملت ته وقف کړی. د اسام د کار کونکو ولسی څانګې وزیر پریمل سوکلا بیدیا وویل چې د دې پول اوږدوالۍ ۹.۱۶ کیلو مټره دی او دا به د هیواد ترټولو اوږد پول وی

نوموړی وویل چې د ۱۲۰۰ کروړه روپیو په ازرښت جوړ شوی دا پول به د اسام او د اروناچل پردیش خلکو لپاره د حمل و نقل یوه پیاوړې وسیله جوړه شی