د نن خبره

لیکنه : د محمد خاور حسن

ژباړه : د پښتو څانګې

ضرورې نه ده چې دوه هیوادونو ترمنځ اړیکې ځواکمنې وی. اړیکې خړپړ کیدای هم شی مګر ټول سوله خوښونکې هیوادونه د دی خبرې خیال ساتې چې د دوه اړخیزو اړیکو بده اغیزه د انصاف په سیستم پری نه وزې. که چیرې یو ملزم د سزا مستحق دی نو باید چې ورته سزا ورکړی شی لیکن که چیرې هغه د سزا مستحق نه دی نو باید چې هغه ته سزا ورنکړی شی خوا که هغه له دښمن هیواد څخه ولې نه وی. مګر د کلبوشن جادو په معامله کې په پاکستان کې شوی د ټولې پوځې عدالتې کاروائې څخه دا اندازه کیږی چې هغه ملزم نه بلکه مجرم ګڼل کیږی او هم په دی مناسبت د عدالت ټوله کاروائې تر سره کړی شوه. لیکن اوس په هیګ کې د انصاف نړیوالې محکمې په څرګندو تورو دا فیصله واوروله چې پاکستان د عدالت لخوا کیدونکې فیصلې پوری کلبوشن جادو ته پانسۍ نشی ورکولۍ. باید چې جادو ته بشپړه قانونې مرسته ورکړی شی. د دغه فیصلې څخه دا خبره ثابتیږی چې د انصاف نړیوالې محکمې د هندوستان دغه موقف ومنلو چې کلبوشن جادو ته بشپړه قانونې مرسته ورکړی شی او تر هغې پوری هغه ته دی سزا ورنکړی شی. د محکمې دا فیصله د هندوستان سفارتې بریا ده

د هندوستان بحریې پخوانۍ مامور کلبوشن جادو پاکستان لخوا د هندوستان جاسوس وبللۍ شو او زندانې کړی شو په هغه ګڼ سخت تورونه ولګول شول. د دی څخه پس هغه پرضد د پاکستان په پوځې محکمه کې مقدمه پیل کړی شوه او هغه ته د مرګ سزا واورول شوه. هندوستان ته دا خبره هم معلومه نشوه چې جادو څنګه پاکستان ته لاړ او نه ورته دا پته ولګیده چې د هغه پرضد پاکستان لخوا لګول شوی سخت تورونه څنګه ثابت شول او په دی ترڅ کې کوم ثبوتونه وړاندی کړی شول. د حیرانتیا خبره دا ده چې د پاکستان په مطبوعاتو کې د جادو د زندانې کیدو خبر راتلو څخه ۲۲ ورځې پس هندوستان ته خبر ورکړی شو. باید چې پاکستان څخه دا پوښتنه وشی چې دا خبر ورکولو کې دومره ډهیل څنګه راغۍ

په پاکستان کې ثبت شوی ایف آي آر کې کلبوشن جادو هندوستانې وبللۍ شو مګر د هندوستان سفارت چارواکو ته دا اجازه ورنکړی شوه چې د هغه سره لیده کاته وکړی او نه هغه پرضد ثبوتونه هندوستان ته وښودلۍ شول کله چې پاکستان کلبوشن جادو تورن ثابتولو لپاره هیڅ ثبوت نه درلود که چیرې وای نو باید چې هندوستان ته یی ښودلۍ وای. باید چې باکستان حکومت نړیوالې ټولنې ته څرګنده کړی چې آخر د هندوستان د سفارت چارواکو ته د کلبوشن جادو سره د لیدنې کتنې اجازه ولې ورنکړۍ شوه. آیا پاکستان حکومت ډآریدلۍ ؤ چې که چیرې د هندوستان د سفارت چارواکو د جادو سره ملاقات وکړو نو هغوی به ونکړۍ شی چې د انصاف په نامه د کاروائې ډرامه وکړی او بیا هغه ته د پانسۍ سزا په ورکولو هغوې به دا ثابته نه کړی شې چې د بلوچستان د خراب وضعیت وجه هندوستان دی نه چې هغوی پخپله

هندوستان لطرفه د انصاف په نړیواله محکمه کې وکیل هریش سالو ډیره کره خبره وکړه چې هندوستان پوه دی چې جادو په ترڅ کې د پاکستان د پوځې عدالت فیصله د ملنډې وړ او ناجایزه ده او په دی کې د بشرې حقوقو سرغړونه شوی. له دی امله دپاکستان دا وینا چې کلبوشن جادو ته د مرګ سزا اورول د پاکستان امنیت سره تړاو لری، مناسبه نه ده. که چیرې پاکستان د خپل امنیت په ترڅ کې دومره فکر کولاۍ نو د پاکستان په خاوره به یی ترهګرو ټولنو ته د سرسورې ځای نه وی ورکړی او ترهګرۍ پرضد د هندوستان لخوا ورکړی کیدونکې ثیوتونو باوجود پاکستان هیڅ کله هغوی پرضد جدی کاروائې ونه کړه او اوس د جادو په پلمه هندوستان بدنام کول غواړی لیکن هغه ته قانونې موقعه په نه ورکولو یی پخپله عدلیه د شک کولو زمینه برابره کړه

د جادو په ترڅ کې پاکستان حکومت په منظمه طریقه کار وکړ. هغه د پاکستان سفارت چارواکو ته د کلبوشن جادو سره د لیدنې خواست ۱۳ ځله رد کړو او هندوستان مجبوره شو چې د انصاف نړیوالې محکمې ته مخه کړی. اوس نړیوالې محکمې جادو ته بشپړه قانوني مرسته د ورکولو پریکړه کړی. اوس په دی ترڅ کې د پاکستان د مشرانو رای یو شان نه ده.ځینې وائې چې باید د عدالت فیصله ومنلۍ شی او ځینې وائې چې دا فیصله ونه منلۍ شی. هسې هم پاکستان دا وینا په کولو دا فیصله منلو څخه انکار وکړو چې جاسوسې کولو په ترڅ کې تورن نفر د ویانه لوزنامې لاندی نه راځې