په افغانستان کښي د داعش مشر ابو سید په کونړ ولایت کښي په یوه حمله کښي وژل شوی دی

امریکایي چارواکو ویلي دي چه په افغانستان کښي د داعش مشر ابو سید په کونړ ولایت کښي په یوه حمله کښي وژل شوی دی. پنتاګون اعلان کړی دی چه هغه حمله چه په دي میاشت کښی ترسره شوي د داعش ډیر غړي له منځه وړي دي. ددغو حملو موخه داده تر څو په افغانستان کښي د داعش پلانونه شنډ کړي. ددي نه مخ کښي د داعش پخوانی ځای مشر ابو حسیب په اپریل میاشت کښي له منځه یوړل شو