د ګجرات په ایالت کې د زیات ورښت له امله لږ ترلږه ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د ګجرات په زیاتو برخو کی د تیرو دوه ورځو زیات ورښت له امله چی زیات سیلابونه یی رامنځته کړی لږ ترلږه ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د ایالتی عوایدو وزیر بهوپیدراسین چوداساما ویلی د ژغورنی ملی اداری د هوایی ځواکونو اوامینتی ځواکونو په مرسته وکولای شول ۴۰۰ پاتې کورنی وِژغوری. د خلکو عادی ژوند په سورشترا او کوچ سیمه کی د ستونزو سره مخامخ شوی او تر زرو زیاتی کورنی زیانمن شوی .په اودیشا کی د نګبالی او کالیانی سیند اوبه د زیاتو ورښتونو له امله پورته پهیږې. د هیماچل په بیاس، ستلوج او یمنا سیند کی اوبه زیاتی شوی او باران تراوسه لا دوام لری