نن ورځ به ولسمشری څوکی لپاره ټاکنی ترسره شی

نن ورځ به د ولسمشر څوکی لپاره ټاکنی ترسره شی. په دی ټاکنو کی به د ان ډی ای نوماند رام نات کوویند او د مخالفی ډلی نومانده میرا کمار ترمنځ به د دی څوکی په سر سخته سیالی ترسره شی. د رایی شمیرل به د پنج شنبی په ورځ ترسره شی. زمونږ د خبریال د راپور په اساس د ولسمشر پرناب مکرجی دوره به د روانی میاشتی په ۲۴ پای ته ورسیږی. د دی ټاکنو لپاره په پارلمان او ایالتی اسمبلیو کی ځانګری تدابیر نیول شوی. ولسمشر به د ولسی جرګی، مشرانو جرګی او د ایالت قانون جوړونکی شوراګانو لخواه د رایو په اساس وټاکل شی. یو کاندید څوک چې د ټول ټال رایو۵۰سلنې څخه یوه رای زیاته ترلاسه کړی هغه به شانداره راشترپتې بهون یا ولسمشرې ماڼۍ ته لاره ومومې