سوشما سوراج ویلې دی چې شاید په عراق کې بی درکه هندیان د بادوش په جیل خانه کې دی

د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج او د بهرنیو چارو مملکتې وزیرانو ایم جې اکبر او وی کې سینګ یک شنبې په ورځ د هغه ۳۹ هندیانو د کورنیو سره ولیدل څوک چې ۲۰۱۴م میلادی کال راهیسی په عراق کې بی درکه دی. د بی درکه شوی کسانو په هکله وینا کولو په وخت میرمن سوراج وویل چې په عراق کې یو لړ سرچینو ښاغلې وی کې سینګ ته څرګنده کړی چې شاید دا ورک شوی هندیان د بادوش په جیل خانه کې دی چرته چې جنګ اوس هم روان دی

دا غونډه د هغې نه وروسته وشوه کله چې ښاغلې سینګ د بی درکه هندیانو په هکله معلومات راټولولو په موخه عراق ته لاړ. میرمن سوراج وویل چې هغه ورځ کله چې د عراق لومړی وزیر موصل د داعش څخه ازاد اعلان کړو هغې ښاغلې سینګ ته ایربیل ته د تلو وینا کړی وه