لومړی وزیر د غوا هغه دفاع کونکو پرضد اقدام کولو لپاره ایالاتونو ته خواست کړۍ څوک چې په تشدد کې بوخت پاتې شوی

لومړی وزیر نریندرمودی نن ورځ وویل د هغه خلکو په وړاندی باید جدی اقدام ترسره شی څوک چی په هغه تیری کی شامل دی چی د غوا د ساتنی په نامه ترسره کوی. د ښاغلی مودی دا خبری پرون ورځ د پارلمانی چارو وزیرانات کمار د رسنیو سره په خبرو کی شریکی کړی. ښاغلی کمار وویل لومړی وزیر په ایالتی حکومتونوغږ کړی چی داسی اشخاصو په وړاندی جدی ګامونه واخلی. لومړی وزیر ویلی د غواګانو د ساتنی لپاره دلته قانون شته خو دا قانون په لاس کی اخیستل د قبولولو وړ نه دی.هغه وویل دلته هڅی روانی دی چی دی موضوع ته سیاسی رنګ ورکړی خو داسی موضوعات د هیواد په ګټه نه دی. ښاغلی مودی په ټولو ګوندونو غږ وکړ چی سره یوځای شی او د فساد په وړاندی دی مبارزه پیل کړی.ښاغلی مودی په ټولو سیاسی ګوندونو غږ وکړ چی حکومت سره مرسته وکړی ترڅو د روان پشا کالې اجلاس څخه سمه ګټه پورته کړی. کانګریس، سی پی ای، سماج وادی ګوند، ای سی پی او د نورو مخالفو ګوندونو رهبرانو په دی ناسته کی برخه اخیستی وه. ترینامول کانګریس د دی ناستی څخه  مقاطعه کړی