شمالی ایالت جمو او کشمیر کی د امرنات ۱۷  زیارت کونکی وژل شوی کله چې موټر یی یوې تنګۍ ته ولوید

شمالی ایالت جمو او کشمیر کی د امرنات ۱۷  زیارت کونکی هغه وخت وژل شوی او۲۸ تنه نور ټپیان شول کله چی د دوی موټر د جمو کشمیر په رامبان ولسوالی کی د ملی لویه لار په یوه تنګی کی چپه شو. د پولیسو ویاند آل انډيا راډیو ته ویلی چی ۱۸ تنه ټپیان یی د الوتکی په واسطه د درملنی لپاره لیږلی او ۱۱ تنه نور په سرینګر روغتون کی د درملنی لاندی دی. لومړی وزیر نریندرمودی د هغه خلکو په اړه چی امرنات زیارت ته روان و د بس د ټکر له امله یی په جمو کشمیر کی خپل ژوند له لاسه ورکړۍ، ژور خفګان ښکاره وو. لومړی وزیر مودی د وژل شوی کورنیو سره دوه دوه لکه روپیو مرسته اعلان کړی.او نوموړی همدارنګه د هغه ټپیانو سره چی حالت یی نازګ دی د ۵۰-۵۰ زره روپیو د مرستی اعلان وکړ