هند د چین سره د زغم او د سولې ډکه رویه خپله کړی

لیکنه : د ډاکټر ایش ناراین رای

ژباړه : د پښتو څانګې

د ډوکلم په ټاپووزمه هند او چین ترمنځ روانه کشاله او په دغه ستونزه د بیجینګ جګړه د علاقې وړ هم ده او د وارخطائې وړ هم. ستراتیژیکې تجزیه کونکې د چین مطبوعاتو لخوا کارول شوی سختې ژبې ته اشاره کوی. په دغه سیمه کې د ځواکونو د حرکت کچه هم بی څارې ده. روانه کشاله د جون په شپاړسمه نیټه پیل شوه کله چې د چین ځواکونه آبادې کونکې موټرو او سړک جوړونکې ماشینونو سره سنبال د بوټان سیمې جنوب ته راننوتل. بوټان د هندوستان سره کلکې پوځې او اقتصادې اړیکې لری او د تیمپو په خواست هندوستان خپل ځواکونه ولیږل او د چین د خوریدونکې ځواکونو مخه یی ونیوله

دا بیخې څرګنده ده چې د چین مطبوعات د طاقت په اسرار هند پرضد فصاحت او بلاغت ته وده ورکوی. په داسی حال کې چې د هند عکس العمل کلک دی لیکن موخه یی تودوالۍ د کمولو هڅه ده. په دغه ستونزه چین په سخته رویه ځان پوهه کول ګرانه نه ده. چین د ولسمشر شی جینپینګ ترمشرۍ په ګڼو ستونزو پارونکې ټینګار کوی په کوم کې چې لوی شمیر ګاونډیانو سره چلند کول شامل دی. د چین په جنوبې سمندر د بیجینګ تجاوز کونکې رویې له امله هم ګاونډې ملکونه پریشانه دی

دا دور په کوم کې چې د چین مشرانو دا شعار پورته کړۍ چې د پرمختګ او د تعمیر کړنو ته وده ورکړۍ شی، پاۍ ته رسیدلۍ. روانې تجربې ښائې چې، دا بیخې څرګنده ده چې چین اوس په هغه شعارونو چې د سولې او د ورورولۍ په وده یی ټینګار کاو، جدی نه ښکارې. د اروپا پارلمان مرستیال رئیس ریسزاړډ زارنیکې په ټینګه دا وویل چې چین داسی خارجې پالیسی تعقیبوی کوم چې په نړیواله توګه قبول شوی اصولو پرضد ده. نړیوالې ټولنې ته د بیجینګ دا ډاډ او یقین چې د ده سوله ایز مارش به نړیوال امرته د ګواښ سبب ونه ګرځې اوس ظاهر شو

نړۍ د ولسمشر شی جینپینګ مارش چې زیات صلاحیت ترلاسه کولو په اړخ کې روان دی او چین باارزښته د جوړولو خوب تعقیبوی، په سترګو ولید. ځينې پوهانو دا خبره راپیاده کړی چې څنګه چین په تیر وختونو کې خپل سرحدونه د غزولو هڅه کړی او په کوچنې ګاونډیانو یی خپله منګوله کلکه کړی. د چین امپراتورانو خپل پوځې لاسته راوړنو په باره هیڅکله بخښنه غوښتونکې نه دی جوړ شوی

د شر شدت روې لپاره داخلې عوامل مسئول جوړ شوی. ولسمشر شی ځان د یو مرکزې مشر په حیث راڅرګند کړۍ او د خپل قوت او د اغیزې ډارونکې اشارې وړاندی کوی. نوموړی ۲۰۱۲م میلادې کال کې ملې مشر جوړ شوی وو او تر هغې راهیسی د چین اقتصادې او نظامې لاری یی هوارې کړی. بیلټ اینډ روډ په نامه د هغه ابتکار هغه ته په نړیواله سویه لوړ والۍ برابر کړی. ګن دا ګوری چې د کمونیست ګوند راتلونکې ۱۹م ملې کانګرس ترمنځ رابطه شتون لری کوم چې به په امکانې ډول هغه ته دوهمه موده برابره کړی او هغه د هند چین او د بوتان په دری اړخیزه پوله پارونکۍ رویه خپله کړی

د چین رسنیو څخه شوی پارونې په نظر کې د هند غبرګون ریښتینۍ، متواضع او پوخ پاتې شوی. په مطبوعاتو کې د دغه کشالې څرګندونه د صبر او تحمل څخه ډکه وه. نوی ډیلې ویل دې چې دا وضع حل کولو لپاره ډیپلوماتیکې وسیلې شتون لری. د بهرنیو چارو سکرټر ایس جې شنکر په دی ورستیو کې وویل چې هغه داسی هیڅ دلیل نه ګوری چې ولې به دواړه هیوادونه دا ستونزه د حل کولو جوګه نه شی. باوجود د دې چې ښاغلې جی شنکر حدودو دننه خبره وکړه او وویل چې باید هندوستان او چین خپلو اختلافاتو ته دا اجازه ورنه کړی چې د دې څخه یوه تنازه جوړه شی بیا هم د چین دولتې رسنیو شور جوړ کړۍ. زینهووا خبرې اجانس ډیره عجیبه خبره وکړه چې د پولې کرښه لاندینۍ کرښه ده او ترهغې هیڅ خبرې اتری نه شی کیدای ترڅو چې هندی ځواکونه پرشا شوی نه وی. داسی ویناوی به ستونزې په حل کولو کې ګټوری ثابتې نه شی

دواړو خواو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچې او سوې ته په کتلو هغوې ته دا تنازه کمولو په موخه لاری چارې لټول پکار دې. راپورونه وایی چې د حکومت په ملاتړ د مفکرینو ځینو ډلو تاوتریخوالۍ له منځه وړلو په موخه غیر رسمې خبرې کړی. لومړی وزیر مودی په هامبورګ کې ولسمشر شی جینپینګ سره ولیدل او په یولړ ستونزو یی خبرې وکړی. ملې امنیتې مشاور اجیت ډول د بریکس ملی امنیتې مشاورو غونډې په موخه بیجینګ ته خپل سفر ټاکلۍ

هندې حکومت مخالفانو ته دا ډاډ د برابرولو ښه کار کړۍ چې هندوستان به دغه وضعیت سره چلند کولو کې زغم او د سولې څخه کار واخلې