د افغانستان په شمالې ولایت سرپل کی طالبانو ۲۳۵ ملکی وګړی خوشی کړی

 د افغانستان په شمالې ولایت سرپل کی طالبانو د هغه سیمې څخه چی د تیرو پنځو ورځو راهیسی یی تر ولیکی لاندی ده، ۲۳۵ ملکی وګړی خوشی کړی. د لایت ویاند ذبیح امانی پرون ورځ وویل دا ملکی وګړی هغه وخت خوشی شول کله چی د طالبانو او د قومی مشرانو ترمنځ خبری اتری ترسره شوی. هغه زیاته کړی چی جنګیالیو تراوسه یو زیات شمیر ملکی وګړی له ځان سره ساتلی دی.نوموړی وویل هغه وخت څخه چې جنګیالیو د سیاد ولسوالی میزاولنګ سیمه ترکنترول لاندی راوستی تردی دمه یی ۵۲ کسان چی پدی کی ښځې او ماشومان هم شامل دی وژلی. د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی د سیمی نیول تائیدوی خو هغه میزاولنګ کی د ملکی وګړو وژنه غندلی. امانی زیاته کړه ژر به افغان امنیتی ځواکونه د سیمی بیرته نیولو په موخه پړاخ عملیات پیل کړی