په یوه پارلماني ناسته کښي داسي ویل شوي دي چه پاکستان په ناقانونه توګه دکشمیر ځیني سیمي ترخپله ولکه لاندي راوستلي دي

 

په یوه پارلماني ناسته کښي داسي ویل شوي دي چه پاکستان په ناقانونه توګه دکشمیر ځیني سیمي ترخپله ولکه لاندي راوستلي دي، او پاکستان په دي هڅه کښی دی ترڅو دتروریستانو سره مالي مرسته وکړي او دکشمیر وادي سیمه بي ثباته کړي.

هغه ناسته کومه دبهرنیو چارو دکیمیتي له لوري جوړه شوي وه په هغه کښي وویل شول چه د پاکستان هغه تورونه بي بنسټه دي په کومو کښي یي په هند تور لګولی دی چه ګواکي په وادي سیمه کښی هند دبشري حقوقو څخه سرغړونه کړی ده. هغه کمیته کومه چه د داکتر ششي ترور تر مشري لاندي جوړه شوي وه په کښی ویل شوي دي چه که چیري پاکستان خپل لاري اصلاح نه کړي نو هند ته ددي وخت را رسیدلی ترڅو په ګیلګیت بلتیستان سر بیره دپاکستان تر ولکي لاندي کشمیر باندی هم خپله دعوا وکړي

داسي هم ویل شوي چه هغه اقتصادي لاره کومه چه دپاکستان او چین ترمنځ دراکړي او ورکړي لپاره ورنه ګټه اخسیتل کیږي هغه هم دهند دخپلواکي لپاره دپاکستان سرِغړونه ده