دکینیا اوسنی ولسمشر ښاغلی یورو کینیاتا دوهم ځل لپاره ولسمشر ټاکل شوی دی

دکینیا د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی دی چه دکینیا اوسنی ولسمشر ښاغلی یورو کینیاتا دوهم ځل لپاره ولسمشر ټاکل شوی دی. په دی سره هغه کړکیچو ته کوم چه د ټاکنو په تړاو راپورته شوي وو، ورته دپای ټکی کیښودل شو. دټاکنو دکمیسیون مشر ښاغلي وفیلا چیبوکتي اعلان وکړ چه ښاغلي کینیاتا د ۵۴٫۲۷ فیصده رایو ګټلو سره دولسمشری څوکی ګټلي ده او خپل سیال ریلا اوډینګا ته یي ماتي ورکړي، رایلا اوډینګا ۴۴٫۷۴ فیصده رایي ګټلي دي