نن به په کوربه هیواد سریلانکا کښي ددغه هیواد او هند ترمنځ دکریکت ازمویښتي او اخرینه سیالي ترسره شي

نن به په کوربه هیواد سریلانکا کښي ددغه هیواد او هند ترمنځ دکریکت ازمویښتي او اخرینه سیالي ترسره شي. دغه سیالي به د پاليکلي په نړیوال لوبغالي کښي دسهار په لسو بجو ترسره شي. وروسته له هغه چه هند دوه مخکونی سیالی له سریلانکا څخه وګټلي نو اوس ویرات کهولي او دهغه لوبډله ددي په انتظار ده ترڅو دریمه سیالي هم ورنه وګټي او په دي سره به هند یو تاریخ جوړ کړي. هند اولینه سیالي په ۳۰۴ منډو وګټله او دوهمه سیالي یي په ۵۳ منډو ځان ته خپله کړه. د ا به هند ته په تیر و ۸۵ کلنو کښي لومړي ځل وي چه ټول ټاله سیالي ګټي