د بهرنیو چارو وزیرانو په کاتمندو کې ولیدل  

 

لیکنه :   رټن سلدي

ژباړه : د پښتو څانګې

د نيپال په مرکز کاتمندو کې د بنګال د خلیج پنځلسمه غونډه  چې د څو اړخیزو  سکتوري، تخنيکي او اقتصادي  همکاریو د نوښت غونډه ده چې د بي، آی، ام، اس، تي، اې په نامه یادیږي د بهرنیو چارو وزیرانو او د بنګال خلیج څیرمه هېوادونو په ګډون د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا لپاره په آسیا کې د جنوبي او جنوب ختیځ هېوادونو لپاره پرانستلی شوه. د بنګلادیش، بوتان، هند، نیپال، سريلانکا، میانمار او تیلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو او د هند د بهرنیو چارو وزیري سوشما سواراج په دغه  دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډونوالو له ډلي څخه وو. دا د هند هېواد له لورې په لوړه کچه د همالالیا  هیوادونو له استازو  څخه د نوموړي لیدنه وه.  وروسته له دې چې د نیپال مشر سناتور پوشپا کمل دهل د سږ کال د جون په میاشت کې د نیپال  کانګرس د قدرت د شریکولو تنظیم څخه وروسته، شیر بهادردیوبا قدرت د پوشپا کمل دهل د ماونواز  مشر چې  په پراچندا مشهور و تر لاسه کړ، دغې غونډي په خپل کار پیل وکړ

د غونډی په پرانستلو سره ‎، د نیپال لومړۍ وزیر دیوبا د بي، آی، ام، اس، تي، اې هیوادونو په استازو غږ وکړ چې په خپلو کې د ګډی همکارۍ او ژوري همغږۍ لمنه پراخه کړي تر څو وکولای شي چې د موجوده ګواښونو مخه په سیمه کې ونیول شي. د استازو په پام کې نیولو سره دا خبره جوته شوه چې  بي، آی، ام، اس، تي، اې هیوادونو هم په نړۍ کې د نورو  سیمو په څیر د نړیوال جرمونو، ترهګرۍ ، مخدره توکو قاچاق او د وسلو ناقانونه تجارت سره مخامخ ده .  نوموړي په ناستو کسانو غږ وکړ چې ګډو هڅو ته اړتیا شته تر څو چې دغه ناورین سره مبارزه تر سره کړو . په دې غونډه کې څورلس بېلا بېلو برخو باندې بحث وشو چې ورکې سوداګرۍ، پانګه اچونې، انرژی، سیاحت، کرنې، د غریبۍ کمول، د ترهګرۍ سره مقابله، چاپیریال ساتنه او د اقلیم بدلون شامل وو. له مخکې څخه، د سیمه ییزو همکاریو اړتیاوې په پام کې نیولو سره  د بي، آی، ام، اس، تي، اې هیوادونو د ۱۸ مي غونډي لوړ رتبه چارواکو د غړیو د وړیا تجارت سیمه ایز تړون تاییدولو باندې  ټینګار وکړ

د بي، آی، ام، اس، تي، اې غړیو هیوادونو  ترڅنګ ، د هند د بهرنیوچارو  وزیره  په نیپال کې د نیپال د مشرتابه سره دوه اړخیزه خبرې اترې ترسره کړې کوم چې دواړو هیوادونو لپاره  د اهمیت دي. دغه سفر په داسې وخت کې ترسره شو چې د دیوبا حکومت په جدي توګه په دوه ولایتونو کې د محلي ادارو په دریم پړاو کې د بې برخې شوي مدیسي ګوندونو د ګډون لپاره په چارو بوخت دی چې دا ټاکني به د سپتمبر په ۱۸ مه نیټه ترسره شي، همدرانګه دوي به د فدرال نظام او هم به ولایتي حکومتونو په جوړولو کې چې د  ۲۰۱۸ زیږید کال کې پیل کيږي کار تر سره کړي کله چې د اوسني پارلمان دور پای ته رسیږي. مګر هغه کسان چې د نیپال د تره ټیر په سیمه کې چې د هند سره مشترکه پوله لري  ژوند کوي د میدس قوم په نوم یادیږي او همدرانګه د جنجنتس تهرس او نور واړه قومونه  د اساسي اصلاحاتو او د ولایتی پولو د بیرته راګرځولو  په اړه خوښ دي مخکې له دې څخه چې د سیمه ایزو ادارو لپاره د ټاکنو بشپړولو او د ولایتي او فدرالي ټولټاکنو ترسره کولو سره ته ورسیږي

په دې موکه د میرمن سواراج لیدنه خورا د اهمیت وړ ده دا ځګه چې  د نوي ډیلي او د بیجنګ تر منځ د بوتان په درۍ اړخه پوله باندې حالت ترینګلي او خړپړ شوي دي. همدارنګه نیپال ورته اندیښنه لري ځګه چې دا هم د چین او هند سره ګډه پوله لري. دا موضوع آن دا چې د نیپال په پارلمان کې هم راپورته شوه. په هر ډول د نیپال ولسمشرۍ یو سولیز دریځ او د  سمي حل لاره د دواړو هیوادونو تر منځ د دې شخړي په اړه غواړي . میرمن سواراج په کاتمندو کې د چین هېواد رابلل شوي هیئت چې د څلورو مرستیالانو له جملې څخه د یو مرستیال په واسطه یې لارښونه کیده ولیدل. د چین استازی وانګ یانګ چا چی د کاتمندو څخه تیره ونۍ لیدنه کوله تر څو د نیپال سره خپلي استراتیژیکي اړیکو ته ټینګښت ورکړي

په کاتمندو کې د میرمن سوراج د استوګڼي پر مهال، نوموړي د نیپال ولسمشر او لومړی وزیر سره ملاقات وکړ او په هغه لارو او چارو بحث د دواړو غاړو تر منځ تر سره شو چې دوه اړخیزه روابط  په سیمه کې غښتلي شي لکه د زیربناوو پراختیا، انرژي او د بړسو بریښنا په اړه د همکاریو زیاتول.

د نیپال سیاسي کړۍ د بیلابیلو فکرونو په لټه کې دي، نو په دې اساس دا د دیوبا حکومت ته د اساسي اصلاحاتو د تصویب لپاره په پارلمان کې د دریمې برخي څخه د دوه برخې د رایو را جلب کول یو ستونزمنه دنده ګڼل کیږي. هند د خپلې اړخه تل د نیپال د سولې، ثبات او ټولنیز- اقتصادي پرمختګ څخه ملاتړ ترسره کړي دی