د جاپان لومړې وزیر د هند او جاپان کلنۍ سرمشریزې غونډې لپاره نن احمد آباد ته رارسیږې

لومړي وزیر نریندر مودي به نن د ګجرات ایالت په احمد آباد کی د جاپان لومړي وزیر شینزو ابی ته ښه راغلاست ووایی. ښاغلی ابی د هند او جاپان کلنیز سر مشریزی غونډی کی د ګډون کولو لپاره د هند د دوه ورځو په رسمي سفر رارسیږي. د سر مشريزی غونډي دولسمه برخه سبا د ګاندی نګر په مهاتما مندر کی جوړه کړی شوی ده. دا به ښاغلي مودي او ښاغلی ابی تر منځه څلورمه کلنۍ سرمشریزه غونډه وي.

دواړه مشران به د ځانګړی استراتیژیک او نړیوال انډیوالی د خپل عملی چوکات تر لاندی د هند او جاپان تر منځه په ګڼ اړخیز همکاری کی د اوسني پربختک کره کتنه وکړي او خپل راتلونکی کی خوا وټاکي.

ښاغلي مودي او ښاغلی ابی به د پنجشنبې په ورځ احمد آباد او ممبیی تر منځه د هند لومړنی تیز رفتار د ریل پروژي د کار پیل کولو په موکه په یو ولسي لمانځني کی هم ګډون وکړي. داسې هیله کیږي چی دا ریل به دواړو ښارونو تر منځه د سفر وخت ډیر کم کړي. جاپان د تیز رفتار ریل ګاډو په شبکه کی یو بنیاد ایښودونکی دی او د هغې شین کاسین بولیټ په نامه ګاډۍ په نړۍ تر ټولو زیات په تیز رفتار ګډو کی دی. دواړه لومړي وزیران به د سابرمتي سیند په غاړه مهاتماګاندي لخوا جوړ سابرمتي اشرم ته هم لاړ شي. هغوی به وروسته په احمد آباد کی د شپړسمي پیړی یو نامتو جومات سید سعیدي نی جالی هم لاړ شي

د جاپان لومړي وزیر مسافرت څخه د مخه ښاغلي مودي پرون په یو ټویټ کی ویلي و چی هند له جاپان سره ځپل اړیکو ته رښتونی قدر ورکوي او راز راز ډګرونو کی د دوه اړخیزو اړیکو ته نوره وده ورکولو ته سترګی په لاره دی.