د هند او بیلاروس همکارۍ د ودي په لور درومي

لکنه: سونیل ګټادي

ژباړه :پښتو څانګه

د دواړه هېوادونوهر اړخیزو اړیکو ته وده ورکولو په اړه ، هند او بیلاروس په ډیرو ډکرونو کې د همکارۍ پراختیا لپاره لس تړونونه لاسلیک کړل. د بیلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو د لیدنې مهمې تګې د دفاعي سکتور په برخه کې د ګډې پراختیا او جوړښت پریکړه باندې پریکړه ګڼل کیږي.

په داسې حال کې چې نوي ډیلي په “هند کې جوړ کړئ” په راجلبونکی پروګرام پیل کړی، نو د هند هیواد په دې ښه پوهیږي چې بیلاروس سره د دفاعي همکارۍ کچه خورا زیاته ده، په ځانګړي ډول بیلاروس ان تردی چی د پخواني شوروي اتحاد له وخت څخه تر اوسه پورې د جوړښت او ټیکنالوژیکي اړیکو ملاتړ لري په پراخه خبرو کې، لومړي وزیر نریندر مودي او د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره لیدنه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د رامینځته کیدو باندې په کلکه پام متمرکز ترشو، او دا چې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره لوی لید ته اړتیا لیدل کیږي او لا به پیاوړی شي.

پداسې حال کې چې ښاغلي مودي دغه خبرې د پراخه او راتلونکي لید په توګه د پام وړ وبللې، همدغه شان، بیلاروس ولسمشر په ناببره توګه اعلان وکړ چې دواړه هېوادونو ته د همکارۍ “نوي پړاو” دروازي د ودی او پرمختک په لور پرانستلي شوی دی او پرانیستي به پاتي شي. د بیلاروس هیواد مشر دا په ډاګه کړه چی هغه غواړي چې د هند هېواد په نړۍ کې د څو قطبي هېواد تر منځ یو “پیاوړی قطبې” هیواد په څیر رامنځ ته شي. پخوانۍ ولسمشر پراناب مکهرجي د ۲۰۱۵ میلادی کال د مئی په میاشت کی د بیلاروس هېواد سفر تر سره کړی و. د بیلاروس سره د هند اړیکې په دودیز ډول تودي او د زړه له کومې صمیمانه دي.هندوستان یو له هغو هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې د شوروي اتحاد له پرځیدو څخه وروسته په ۱۹۹۱ کې بیلاروس په خپلواکۍ د یو خپلواک هیواد په ډول په رسمی ډول وپیژند. همدارنګه، د دواړه هیوادونو تر منځ رسمي ډیپلوماتیکي اړیکې رامینځ ته شوي او د هند ډیپلوماتیک ماموریت په ۱۹۹۲ د بیلا روس هیواد په منسک کې پرانستل شو او ورته بیلاروس خپل سفارت په نوي ډیلي کې په ۱۹۹۸ کې پرانست. دا ئې هند ته د بیلاروس ولسمشر دریم سفر ګڼل کیږی، همدارنګه دا سفر د پام وړ ټکۍ درلودونکی دی ، څرنګه چې دا دواړه هېوادونه په ورته وخت کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېدو ۲۵ کلن تاریخ لمانځنه هم تر سره کوي. د مسافرت یوه نښه دا ده چې د لومړي وزیر مودي او ولسمشر لوکاشینکو د دې موقع څخه په ګټه اخیستني څخه یو پوستې ټاپه هم خپور کړ.

تړونونه د تیلو او ګاز، کرنې، ساینس او ټیکنالوژۍ، تعلیم او سپورت په شمول په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره چمتو او د دواړو هېوادونو د ګټي اخستني لپاره به عملی شي. دواړه لوري موافقه وکړه چې په “هند کې جوړ کړئ” د نوښت تر چتر لاندې د دفاع سکتور کې د ګډي پرمختیا او جوړښت هڅولو کار په مخ په وړاندې بوځي.

بیلاروس د هند پانګوالو ته بلنه ورکړه، ښاغلی لوکاشینکو ژمنه کړې چې دوی به د سوداګرۍ لپاره ترټولو مناسبه او عادلانه شرایط چمتو کړي. هندوستان د بیلاروس سره د څو اړخیز اقتصادي نوښتونو په موخه لکه د یوروسیا اقتصادی پیوستون اداره (اې اې یو) او د شمالي سویلي ټرانسپورت نړیوال دهليز سره اړیکه لري . هندوستان د آزادې سوداګرۍ تړون سره سم د اې اې یو سره مخ پر وړاندې روان دی . بیلاروس د اې اې یو اداری د پنځه غړي هیوادونو څخه یو اهم غړۍ دی چې په منځنۍ آسیا کې د پراخ نفوذ په توګه ګڼل کیږي. په ۲۰۱۶ کال راهیسی د هند بیلاروس دوه اړخیز تجارت حجم نږدې ۴۰۲ میلیونه امریکايي ډالرو ته پورته شوی دی. په بیلابیلو سکټورونو کې ډیری سوداګري او د پانګونې اچوني فرصتونه شتون لري د بیلګې په توګه د درملو، تیلو او ګازو په پراخه ډګرونو کې.

د جنیوا او نیویارک په مختلفو پریکړو کې د بشري حقونو د سرغړونې او د بیان د آزادۍ محدودیتونو په اړه په بیلاروس باندې نیوکی تر سره شوي دی چې د بیلاروس لخوا یې ستاینه وشوه. بیلاروس هندوستان د یوې نړېوالې انرژۍ په توګه پیژني او هڅه کوي چې د هند سره “ستراتیژیکې اړیکې” لا نور پراختیا ومومي. د بیلاروس ولسمشر یوازې وروستی سفر د دې راز اهدافو ښودنه وه. بیړه ایز اقتصادي بوختیاوو د ترسره کولو لپاره خورا جدي هڅې پیل شوې چې دا د دواړو هېوادونو لپاره ګټونکې ګڼل کیږي