هندوستان او کویټ به خپلمنځې دوه اړخیزې اړیکې پړاخې کړې

لیکنه : د ډاکټر فضل الرحمن صدیقې

ژباړه : د پښتو څانګې

لومړې وزیر مودی لخوا د لودیځ عملې تګلارې په بڼه کې خلیج پلو فعاله خارجې پالیسۍ ته په دوام ورکولو هندوستان د خلیج ستراتیژیکې سیمې ته خپله ډیپلوماتیکې پالیسې ځواکمنه کړې. نوی ډیلۍ د کویت سره دریم ګډ وزارتې کمیسون جوړ کړو. د بهرنیو چارو مملکتې وزیرایم جی اکبر د یو لوړپوړې هیت سره د تیلو دغه غنې هیواد څخه لیدنه وکړه. سوداګرۍ، اقتصاد، ساینس او تکنالوژۍ لپاره د وزیرانو ګډ کمیسون دریمه غونډې د غوړیدونکې دوه اړخیز اړیکو راز راز اړخونو ته پاملرنه وکړه. دا د خلیج همکارۍ شورا یو مهم هیواد څخه د ښاغلې اکبر لومړۍ رسمې لیدنه وه. دا مسافرت د کویت مرستیال لومړې وزیر او د مالې چارو وزیر ایناس الصالح په بلنه ترسره شو. دا وزارتې کمیسون د قطر او سعودې عربستان ترمنځ دیپلوماتیکې کشالې په تناظر کې ترسره شوه چې مشرې یی هغې ډلې کوله چې ورکې متحده عربې امارات، بحرین، او مصر شامل وو.

دا غونډه ګڼو عواملو لکبله ډیره مهمه وه ځکه چې د دی موخه دا وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژورو اړیکو ساحه پړاخه کړۍ شی. د سفارت په ماڼې کې سه شنبې په ورځ د هندې ټولنې غړو ته په خپله وینا کې ښاغلې ایم جې اکبر وویل چې هغه دوه مطلوبه او په اقتصادې ډول خوزښت هیوادونو ترمنځ ثمر بخښونکې نظریو ته سترګې په لاره دی. دا ده یادونې وړ ده چې اصل غونډې څخه وړاندې دواړو خواو ترمنځ په راز راز ستونزو د تیارسې یوه غونډه جوړه کړۍ شوی وه. د هند د اړخ مشرې په کویت کې د هند سفیر سونیل جین کوله کله چې د کویت اړخ مشرې د کویت لوړپوړې چارواکې ښاغلې خلیفه ایم هماد کوله. د وزیران د کډ کمیسون کارکونکې ډلو بیلابیل تخنیکې اجلاسونه وکړل چې ښاغلې اکبر او د کویت بهرنیو چارو وزیر ترمنځ په مهمه غونډه کې د دوه اړخیز ستونزو اصل موضوع ړنا ته راولې.

په ستره غونډه کې د ګډو ګټو راز راز ستونزې بحث لاندې راوستلۍ شوی او په هغوی کې تر ټولو مهمه د کویت هوائې شرکتونو سره د هند انډیوالتوب ځواکمنول وو چې د تیارسۍ په غونډه کې هم څیړل شوی. برڅیره د وزیرانو د سویې غونډې ګڼې لارې چارې هم تبصره شوی چې د تیلو او ګازو، روغتیا، لوبو، د معلوماتو تکنالوژې، کلتور، لوړو زده کړو او ساینسې پلټنې په ډګر کې مرسته ځواکمنه کړۍ شی. د ګډې کار کونکې ډلې په غونډه کې کویت لخوا د هند داخلې ښځینه مرستندویو په ټاکلو ایښودل شوی بندیز هم تبصره کړۍ شو. دا د اختلاف تر ټولو غټه ستونزه پاتې شوی کله چې هند حکومت له هند څخه ښځینه مرستندیو په کار ګمارلو لپاره د بانک د ګارنټې ماده معرفې کړه. که څه هم هندې حکومت دا ګام بیرته واخیست لیکن په دی ارتباط ځینې نورې ستونزې د وزیرانو د کمیسون په ګډه غونډه کې تبصره شوی.

په مسافرت تلې د هند وزیر ښاغلې اکبر د خپل کویت سیال او د مالې چارو، د ټولنیز معاملو، د زیار او د اقتصادې چارو کویتې وزیرانو سره جامع خبرې اترې هم ترسره کړې. هند او کویت ترمنځ اړیکې ډیرې لوړې دی څنګه چې دواړو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه مسافرتونه ترسره کیږی. فقط تیر کال د هند ملې امنیتې مشاور کویت څخه لیدنه کړې وه. کویت د خلیج په ستونزه کې د هند ډیر مهم انډیوال دی او دواړو خواوو ۲۰۱۶-۱۷م میلادې کال کې د شاوخوا ۶ملیارده ډالرو سوداګرې درلودله. دا هند ته ۷م غټ خام تیل صادرونکۍ هیواد پاتې شوی. برسیره پر دی کابو ۹لکه هندیان د کویت د اقتصادیاتو په بیلابیلو برخو کې کار کوی. هندوستان ته په خلیج کې تر ټولو زیات درناوۍ ترلاسه دی او د سیمې ټولو هیوادونو سره ډیرې ښې صمیمانه او دوستانه اړیکې لرې. خلیچ هیوادونه د هند څخه هجرت شوی د غټې ټولنې لپاره یو کور هم دی چا چې د خپل کوربه هیوادونو په وده او پرمختیا کې ډیره مرسته کړې. د ښاغلې اکبر دغه لیدنه به اړیکو ته نوره ځواکمنې ورپه برخه کړې او په تیره ۹ کاله پس د وزیرانو د سویئ غونډې پیل به نور هیوادونه یو بل ته نژدی کړې. کویت ته د اوسنې سفر څخه وړاندې د بهرنیو چارو مملکتې وزیرد مخکې څخه، په نژدی تیر وختونو کې عراق، سوریه او لبنان ته مسافرتونه کړې کوم چې د ده د خارجې پالیسۍ او د خلیج سیمې اقتصادې او سیاسی اهمیت پلو د هند مجموعې رویه پرګوته کوی