د افغانستان په شمالي سرپل ولايت کې اوه تنه طالب جنګيالي وژل شوي

د افغانستان په شمالي سرپل ولايت کې د افغان هوايي ځواکونو له لوري دترسره شوي هوايي بريد په پايله کې لږ ترلږه اوه تنه طالب جنګيالي وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي دي. په شمالي سيمو کې دهوايي ځواک يو ویاند وويل، هوايي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند د کوهستان په ولسوالۍ کې د وسلوالو جنګياليو د روزنې يو مرکز په نښه کړی دی.