مرکزي کابیني دولتې معلمینو لپاره د معاش ۷م کمیسون سپارښتونه منظور کړې

مرکزي کابیني د مرکز او ایالتي پوهنتونو، تخنیکي ادارو او د حکومت مرسته لرونکی د لیسو فاکولتو غړو او د اکادمۍ نورو چارواکو په لړ کی د اووم تادیاتو کمیسیون ګټي منظوري کړی دی. دا ګټي به ۲۰۱۶ میلادي کال د جنوری لومړني نیټي څخه عملي وي. په دې ګام به د مرکز کلني مالي لګښت کابو ۹۸۰۰ کروره روپی وي.

له دغی پریکړې څخه څه د پاسه اووه لکه پنځوسو زرو استادانو ته ګټه ورسیږي. په نوي ډیلي کی د غونډي څخه وروسته خبریالانو ته د معلوماتوپه برابرولو د بشري منابعو د انکشاف چارو وزیر پرکاش جواديکر وویل چی د نوی د تادیاتو معیار تر لاندی د استادانو معاش به له لس زور روپیو څخه واخلی ترد پنځوسو زرو روپیو پوری ورجګ شي. نوموړی وویل چی د دغی پریکړې له کبله د آی آی ټی ، آی آی ایم ، آی آی آی ټي او د مرکز مرسته برابرونکي نورو ادارو استادانو ته هم ګټه ورسي. نوموړي وزیر وویل چی دا ګام به د فاکولتي غړو ته انصاف برابر کړي او نوي زیرک کسان به راجلب کړي.

ښاغلي جوادیکر دا هم وویل چی په مرکزی پوهنتونو کی د استادانو خالي ځایونه به په یو کال کی د ننه ډک کړې شي.