درمندر پردان: یو لکه ځوانان به په جاپان کې د کار روزګار روزنه ترلاسه کړی

هند به د حکومت د هند پرمختیا د پروګرام برخې په حیث دریو نه واخلې تر د پنځه کلونو پورې د کار روزګار تربیه ترلاسه کولو لپاره یولک ځوانان جاپان ته ولیږې په یو لړ ټویټ کې د هنر د پرمختیا او د صنعت کارۍ چارو وزیر درمندر پردان وویل چې جاپان به د هند تخنیکې تربیه ترلاسه کونکو د مهارت تربې مالي لګښت تادیه کړې.

نوموړی وزیر وویل چې کابینې هند او جاپان ترمنځه د تخنیکې تربیه ترلاسه کونکې د تربې پروګرام په باب د همکارۍ تړون لاس لیک کولو ته منظوری ورکړله نوموړی وویل د همکارۍ دا تړون به د اکتوبر میاشتې د ۱۶مې نیټې څخه پیل کیدونکې ټوکیو ته د نوموړی دری ورځو مسافرت په دوران لاس لیک کړۍ شي.

ښاغلې پردان وویل چې دا ځوانان به په جاپانې ایکو سیستم کې کار وکړې او هغلته د اوسیدو اسانتیاو سره د کار روزګار موقعی ترلاسه کړي. په رسیمې خپرونی کې وئیل شوی دی هیله کیږې چې د همکارۍ دا تړون د هند پرمختیا په ډګر کې دواړو هیوادونو ترمنځه د دوه اړخیز همکارۍ لپاره لاره هواره کړي