د هند او سریلانکا پوځونه به د صبا څخه په پونه کی تر ۱۳ ورځنۍ تمرین پیل کړي

د هند او سریلانکا پوځونه د صبا څخه په پونه کی تر دیارلسو ورځو پوری ګډ تمرین پیل کړي چی ورکی د ترهګرۍ د مخه نیولو په عملیاتو کی د همکارۍ وړتیا په زیاتولو پام وکړي شي. دا به د ۲۰۱۷ میلادي کال د میترا شکتي یعني د ۲۰۱۷ د دوستۍ ځواک په نامه د دواړو هیوادونو پوځونو تر منځه د ګډ تمرین پنځم پړاو وي. د دفاع وزارت یو لوړ پوري چارواک وویل چی دا تمرین به د اکتوبر دیارلسمي نیټي نه واخلي تر د پنځم وشتمي نیټي پوري تر سره شي. د تمرینونو د میترا شکتي لړۍ ۲۰۱۳ میلادی کال راهیسې دواړو هیوادونو تر منځه په مهمو دفاعي همکاریو کی یو پاتی شوی دی. د یاد تمرین څلورم پړاو تیر کال په سریلانکا ترسره شوی وو.