د لاهور ستري محکمي خبرداری ورکړې چې د شواهدو نشتوالې له امله د حافظ سعید کور نظر بندي پای ته رسیدۍ شي

په پاکستان کې د لاهور ستري محکمي خبرداری ورکړو چې حافظ سعید د ممبۍ د برید نوختکر د کور نظر بندۍ باید چې پای ته ورسیږي که چیرې د پاکستان حکومت د هغه په واندي کره شواهد نه شي وړاندی کولای. همدارنګه د جمعیت الادعوه رئیس او د هغه څلور کسه همکاران د ترهګرۍ پر ضد لایحې پر بنسټ د سږ کال د جنورۍ میاشتي راهیسې په لاهور کې د کور نظر بند لاندې شپی ورځي صبا کوي. د سه شنبې په ورځ د لاهور ستري محکمي د هغه د توقیف پر وړاندی په یو خواست سماعت وکړو