پاکستان سره د امریکا چلند (د نن خبره)

لیکنه : د موین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګې

د پاکستان څخه د امریکې دا شکایت د یوې اوږدې مودې راهیسې دی چې دی د حقانې شبکې او د طالبانو پرضد اغیزمن کاروائې نه کوی.د ټرمپ ترمخه د امریکې انتظامې هم پوره کوښښ کړۍ و چې د پاکستان له طرفه داسی اقدامات وشي د کوم له کبله چې د ترهګرو کړنې ودرول شي او پاکستان د دی لپاره ژمنه هم وکړه لیکن هیڅ یوه ژمنه پوره نه شوه.امریکې په خپله طریقه ټول پټ معلومات راټول کړل او د اوسامه بن لادن پرخلاف یی په ایبټ آباد کې کاروائې وکړه، دا د دی خبرې ثبوت وو چې پاکستان د ترهګرۍ په ترڅ کې خپل باور له لاسه ورکړۍ. د هغه ډلو د کړنو له لاسه نه یوازې د افغانستان عام خلک او پوځې غړې هدف جوړیدل بلکې په افغانستان کې ځای پرځای شوی د امریکې ترمشرۍ ځواکونه په خاصه توګه د دغه حملو ښکار جوړیدل. ښکاره خبره ده چې د دی له امله امریکا نه یوازې ناخوشحاله وو بلکې د مایوسۍ ښکار هم شوی وو. پاکستان په دی جنګ کې د امریکې ملګرۍ و نو ځکه د پاکستان څخه د همکارۍ تمه یی درلوده، لیکن بار بار وغولول شو. د امریکې پخوانې بحرې اډمیرل مایک مولن په ۲۰۱۱م میلادې کال کې د امریکې قانون سازو ته وویل چې حقانې شبکه په اصل کې د پاکستان خفیه ایجنسۍ آي ایس آي لپاره د یوې څانګې په ډول کار کوې او د آي ایس آي په مرسته یی د لارۍ د لیارې د بم چاودنه ترسره کړې وه. برسیره پر دی د امریکې سفارت هم هدف جوړ کړۍ شوی وو. اوس که چیرې د پاکستان د صورت حال جاج واخیستلۍ شي نو دا خبره به بلکل واضع شي. حقانې شبکه او طالبانو ترمنځ او د پاکستان پوځ او آي ایس آي ترمنځ چې کومې کلکې اړیکې دی د هغې سره ملکې حکومت هیڅ اړه نه لرې. ځکه چې په راولپنډۍ کې شتون لرونکې د پاکستان پوځې هیډکوارټر خپله خارجې پالیسې په خپله جوړوی. هغه د اسلام آباد د ملکې حکومت پالیسۍ سره هیڅ کار نه لرې. هم دا وجه ده چې پاکستانې حکومت ونکړۍ شول چې د امریکې سره شوی خپل لوز پوره کړې

د ډونالډ ترمپ د لومړې وزیر جوړیدو څخه ورسته د پاکستان په اړه امریکې سخته تګلاره خپله کړې ده او هغه غواړې چې په هرډول چې کیږې مجبور یی کړې چې هغه په افغانستان کې وران کارانه کړنې کونکې ډلې له منځه یوسی. لیکن امریکا دا هم حس کړۍ چې دا د ملکې حکومت د وس خبره نه ده. هم دا وجه ده چې د دی لپاره نیغ په نیغه پوځ او ایجنسۍ به په لاره راوستل وی. دا وخت په امریکا کې د خبرو اترو اصل موضوع دا ده چې په کومه طریقه لاس پورې کړۍ شي چې آي ایس آي اماده کړۍ شي چې په خپلو کړنو کې بدلون راولې. په عین حال کې کله چې د امریکې دفاع چارو وزیر جیمس میټیس د امریکې قانون سازو ته وویل چې امریکا یو ځلې بیا د پاکستان سره کار کولو ته چمتو دی نو دا خبره سپینه شوه چې هغوی په اصل کې د پاکستان پوځ ته دا اشاره کړې او په تیره خفیه ایجنسۍ ته یی ګوته نیولې.

د پاکستان په کړنو ټینګ نظر لرونکې مشاهدین او تجزیه کونکې سوچ کوی چې اوس امریکا چې له پاکستان څخه کومه غوښتنه کوی هغه به حکومت څخه نه وی بلکې له آي ایس آي څخه وی. دا به وغواړې چې آي ایس آي د حقانې شبکې او طالبانو په ترڅ کې هر ډوله معلومات برابر کړې. مطلب دا چې د هغوی حرکت او شتون په باره پوره تفصیلات مخې ته راولې او دا هم ووائې چې هغوی افغانستان ته څنګه او په کومه لاره داخل شوی، وسلې او پانګې له کونو سرچینو څخه ترلاسه کوی او د هغوی جدې خیمې کوم ځای شتون لرې. ښائې چې د امریکې مایوسی سترې سوکې ته رسیدلې او د دفاع چارو وزیر په خپله دا وویل چې د پاکستان ملکې اداره که دا غواړې چې ترهګرو پرضد عملیات وشي لیکن آي ایس آي جلا نظر لرې. هغه په هر ګام د خنډ سبب ګرځې. امریکې له پلوه د پاکستان پوځې ډله به مجبوره کړۍ شي چې د جهادې ترهګرو سره خپلې اړیکې قطعه کړې. امریکا غواړې چې د امریکا یو ماهر غړۍ ایشلې ټیلیس د بهرنیو چارو په وزارت کې په یو مهم منصب وګمارې. د دغو ټولو خبرو څخه دا اندازه کیږې چې امریکا اوس په یوه بله طریقه پاکستان سره کار کول غواړې که چیرې پاکستانې پوځ او ایجنسۍ د امریکا خبره ومنې او د ترهګرو سره خپلې اړیکې قطعه کړې نو ښه به وی ګینې نو دا به کومې پایلې ته ورسول شي معلومه نه ده. د دی پوښتنې ځواب افغانستان او د ګردې سیمې امنیت سره تړلۍ