هند او فلپین په یو لړ ډګرونو کې څلور تړونونه لاس لیک کړی دی

هند او فلپین دفاعې همکارۍ او د نقلو حمل، کرهنې لوی، مینځومانه او د واړه صنایعو په ډګرونو کې څلور تړونونه لاس لیک کړی دی. او په دی کې د نړیوال چارو د هند شورا او د فلپین د بهرنیو خدماتو اداری ترمنځه د لا نژدی اړیکو رامنځته کول هم شامل دی.

لومړی وزیر نریندر مودی او د فلپین ولسمشر رادریګو دوترتی ترمنځه په یو باهمی غونډې کې په دی خبره هم موافقه شوی چې د ګرځند او تجارت ته وده ورکول ورسره پانګې اچونی ته نوره وده برابره کړۍ شي.

کله چې دواړه هیوادونه د ترهګرۍ ښکار دی نو دواړو مشرانو دا پریکړه کړی چې د ترهګرۍ خطر په مخه نیولو کې همکاری زیاته کړی.

له دی نه وړاندی لومړی وزیر نریندرمودی وویل چی د نوموړی حکومت هند یو یو نړیوال جوړونکی ټاټوبی د جوړولو اراده لری. په دی غونډه کې ۱۲۰۰ څخه زیات تجارتې هیتونو ګډون وکړو. لدی نه وړاندی پرون د ورځی لومړی وزیر نریندرمودی د فلپین په منیلا کی د آسین سرمشریزی غونډی په څیرمه د امریکی ولسمشرډونالډ ټرمپ سره لیدلی و. دواړو مشرانو په کوریایی ټاپو، خلیج، د مینځنې ختیځ او په مینمار کې د روهنګیا بیښو په ترڅ کې تفصیلې خبرې اتری وکړلی. دواړو مشرانو د اړیکو غزیدو او د ترهګرۍ په مسئلو هم په تفصیل خبرې اتری وکړلې. هغوی په افغانستان کې موجوده وضعیت په هکله هم تفصیلی خبرې کړی دی.