هندوستان او اسیان ترمنځ اړیکې ځواکمنی شوی

لیکنه : د دیپنجن رای چودری

ژباړه : د پښتو څانګې

د ۲۰۱۴م میلادی کال نومبر میاشت کې په مینمار کې د ختیځ اسیان ۹مه سرمشریزه غونډه او د اسیان او د هند په ۱۲مه سرمشریزه غونډه کې د ختیځ عملې تګلاره اعلانولو څخه پس د اسیان او د هندوستان او د بحرالکائیل پړاخې سیمې سره د هندوستان بوختیاو نور حرکت ترلاسه کړۍ. په دغه مهم فورم کې دا د لومړې وزیر څلورمه بوختیا وه.

په منیلا کې د اسیان او د هند په ۱۵مه سرمشریزه غونډه کې ښاغلې مودی او د اسیان مشرانو په ۲۰۱۷م میلادی کال کې د یادګاری هلوځلو ارزونه وکړه چې د اسیان سره د هند انډیوالتوب ۲۵مه کلیزه او په ټولو ساحو کې د اسیان او د هند مرستی پړاخه صحنه نښه کوی.

هندوستان او اسیان د غونډو ۳۰ جریانات لری چې پرلپسی غونډې کوی او په دی کې یوه سرمشریزه غونډه او خارجې معاملو، سوداګرۍ، ګرځند، کرهنه، چاپیریال، نوی کیدونکې انرژۍ او مواصلاتو په ډګر کې ۷ وزارتې غونډې شاملی دی. د بهرنیو چارو مملکتې وزیر جنرال وی کی سینګ په منیلا او فلپین کې د ۲۰۱۷م میلادی کال اګست میاشت کې اسیان هند او د لودیځ اسیا د خارجې وزارت په غونډو کې ګډون کړی وو. د سوداګرۍ او د صنایعو وزیر سوریش پربو د سپتمبر په میاشت کې په منیلا کې د اسیان اقتصادی وزیرانو او د هند په مشاورتې غونډه کې ګډون کړۍ وو چیرته کې دغو وزیرانو خپلې ژمنې څرګندې کړی وی چې اقتصادی مرستې ته به ځواکمنې ورکړۍ شي.

د دفاع چارو وزیرې په توګه میرمن نرملاسیتارمن خپل لومړی خارجې سفر په وخت تیره میاشت په منیلا کې جوړه شوی د اسیان دفاع چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې ګډون کړۍ وو په دی غونډه کې هغې د هندوستان دغه موقف اعلان کړۍ وو چې ترهګرې به هیڅکله ونه زغمل شي او دا خبره یی ومنله چې د دغه لعنت په وړاندی جنګیدو لپاره نړیوال او سیمه ایز پلیټ فارمونو ضرورت دی. ۲۰۱۶ – ۱۷م کې هندوستان او اسیان ترمنځ د نړیوالې سوداګرۍ ارزښت ۷۱ملیارده امریکائی ډالره وو چې په ګرده نړۍ کې د هندوستان د ټول ټال سوداګرۍ ۱۰٬۸۵سلنه جوړیږې. یوه متوازې سیمه ایز جامع اقتصادی انډیوالتوب تړون زر تر زره بشپړیدو په پایله زمونږ د سوداګرۍ او پانګونې د لیارې اړیکو نور تقویت ترلاسه کړی.

د فلپین څخه اوسنۍ لیدنې برسیره په تیرو دری کلونو کې د هندوستان ولسمشر، مرستیال ولسمشر او لومړی وزیر دغه هیواد ته د لوړې کچې مسافرتونه کړی. د دی سره د اسیان غړې هیوادونو سره د هندوستان اړیکو د اهمیت اندازه شوی. په خاصه توګه دا یوه علامه ده چې د اسیان غړی هیوادونو سره د هندوستان اړیکې ځواکمنې شوی. چین پلو تمایلو په وجه کله چې په مونږ سترګې پټې کړۍ شوی او هیواد ته مو سخت نقصان ورسید، اوس زمونږ په نظریه کې غټ بدلون لیدل کیږې. په دی ترڅ کې د لومړې وزیر اوسنۍ سفر ډیر مهم دی. د هند او اسیان مشاورتې انډیوالتوب ۲۵کلونه، د سرمشریزې غونډې ۱۵کلونه او اسیان سره زمونږ د ستراتیژیکې انډیوالتوب ۵ کلونه بشپړیدو پرمهال دا غونډه ترسره شوی. د اسیان سرمشریزې غونډې پرمهال لومړې وزیر نریندر مودی د اسیان برحال مشر او د فلپین ولسمشر روډریګوډوټرټې سره دوه اړخیزه غونډه وکړه. ښاغلې مودی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جاپان لومړی وزیر شینزو ابی سره هم ولیدل.

هندوستان په ګډون د اسیان سیمې آبادی ۱٬۵۸بلیونه ده چې د ګردې نړۍ د ټولټال نفوسو ۴مه برخه جوړیږې. او د دی غوټ داخلې تولیدات ۳٬۸ بیلونه ډالره دی د کوم په وجه دا د نړۍ ترټولو غټه اقتصادی ډله بلل کیږې. تیرو ۱۷ کلونو کې اسیان په واسطه پانګونه ۷۰ بلیونه ډالرو څخه زیاته ده کومه چې زمونږ د بهرنۍ پانګه اچونې څخه ۷۰ سلنه زیاته ده. په دی موده کې اسیان هیوادونو دننه د هندوستان پانګونه ۴۰ بلیون ډالرو څخه زیاته وه. هند او د اسیان دوه اړخیزه سوداګری او پانګونه ډیره باثباته ده او په دی کې د هندوستان اقتصاد او د اسیان هیوادونو په اقتصادیاتو کې فعالیت له امله د اضافې ګنجایش ډیر زیات دی.

هندوستان او فلپین ښه انتظامۍ او ګډون پربنسټ د بنسټیزې اډاوڼې ودی او مرستې ته پاملرنه کړی. په نړیواله رای عامه هم دواړه هیوادونه اتفاق رای لری. برڅیره پردی د دواړو هیوادونو په سوچ او خیال کې هم یو شانوالۍ لیدل کیږې ځکه چې فلپین سره اړیکې د ځواکمنولو په لار ډیر امکانات شتون لری. په ټوله سیمه کې د هندوستان حیثیت ډیر ښه دی. د دی له امله سیاسی امنیت ته به ثبات ترلاسه شي چې پکې اسیان سره د هندوستان اړیکو ته ستر حیثیت ترلاسه دی