په انصاف نړیوال محکمی کی د هند ډیپلوماتیک برۍ

لیکنه : ډاکتر اش نارارین رای

ژباړه ‎: د پښتو څانګی

د عدالت نړیوالې محکمه کې د ډلویر بهنډاری بیا غوره کیدل او په وروستیو دقیقو کې د بریتانیا لخوا د هغه د نوماد کیدو څخه انصراف د هند لپاره د پام وړ ډیپلوماتیک بریالیتوب نښه ده. دا د نړۍ په چارو کې هند ته د مخ په زیاتیدو پیژندګلوي هم ګڼل کیږي. د هند لومړۍ وزیر مودي دا موکه یې”د ویاړه وړ شېبي” بللی او د بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج او د بهرنیو چارو وزارت مامورین هلې ځلې په دې برخه کې په کلکه سره وستایلي. آغلې سواراج له خپلې برخې څخه، د دې سترې لاسته راوړنې لپاره د ښاغلی سيد اکبر الدین د رول او هڅو ستاینه وکړه. ښاغلي اکبر الدین وویل چې د دغې لاسته راوړنې پایلې دا ده چې هند د هغو هیوادونو تر شا کار کوي چې د ملګري هیوادونو ترمنځ ځان ته د ملاتړ پام راجلب کړی دی. هند د امنیت شورا د نا دایمې غړي په صفت کولای شي چې د امنیت شورا دایمې غړو باندې د نړۍ د نظم په بدلون کې اغیز وشیندي.

دا څرګنده ده چې برتانیا دې ته چمتو نه و چې په ۱۹۴۲زیږید کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د عدالت نړیواله محکمه پرته له استازیتوب څخه پاتي شي، نو ځګه دغه مقام ته رسیدل د سیالۍ خبره او د وقار یوه موضوع وه. په رایه ورکولو کې په څرګنده توګه د هند لخوا زیاتوالی راغلی وو، بریتانیا د ګډ کنفرانس میکانیزم بل ډول تاکتیک وغندلو کوم چې هندوستان یې مخالفت کاوه او په وروستیو دقیقو کې یې خپل کاندید له دندې ګوښه کړ. په دې ډول، په پاى کې، قاضي القضات بهنډاری په عمومي شورا کې د پام وړ شمېر رايې ترلاسه کړې او په امنيت شورا کې ټول ټال ۱۵ رايې ترلاسه کړې. د ملګرو ملتونو لپاره د بریتانیا د تلپاتې استازی میتیو راکروف په دې هکله خوشحاله ښکاره کیدو نوموړي په دې اړه وویل، “د دې ګام په اخیستلو سره، موږ د نږدې اړیکو په پام کې نیولو سره چې بریتانیا او هند تل ځینې خوند اخیستې او موږ به دا ډول اړیکو ګټي اخیستنی څخه تل دوام ورکړو.” په تيرو څو کلونو کې، د هند نړيوال موقف وده و پیاوړتیا موندلي ده. نو دا هند ته په نړیواله کچه ښه څیره ورکوي. ښاغلي مودي وکولای شول چې د خپلې وړتیا سره سم د نړۍ د مشرانو سره د بیلکې په توګه د افريقا، سویل ختیځ آسیا او لویدیز آسیا هیوادونو سره نږدې اړیکې ټینګې کړې. اعتبار او سرلوړي د هند ډیپلوماتیک کارکونکو غوره او زړه پورې کار له امله قاضي القضات بهنډاری لپاره د ملاتړ کولو لپاره موکه تر لاسه شو. د مشترک المنافع هیوادونو ترمنځ ملاتړ په دغه مسئله کې استثنایی وو.

څو کاله مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي انان د هند د حکومت له ملاتړ څخه ستاینه او مننه وکړه. “د هند د متخصصینو، سرتیرو او نړیوالو ملکي کارکوونکو د کارونو او د هڅو له لارې ملګرو ملتونو ته د یوې سترې مرسته کوونکی هیواد په توګه مننه او ستاینه کوم. هندوستان تر ټولو غوره غږ ملګرو ملتونو لپاره دی او د پرمختللې نړۍ په استازیتوب په دغه اجنډا کې مرسته کړي ده . ” هندوستان د ملګرو ملتونو سیسټم څخه د بهرنۍ پالیسۍ موخو د تعقیب لپاره د یوې ګټورې وسیلې په توگه ګټه پورته کړی ده او همدارنګه د اغیزمن نړیوال سیاسي سیسټم لپاره د خپل بهرني سیاست لپاره کارولی دی.

ټول وویل چې په نړیواله سیمه کې د هند سخت کار اوس یوه ګټوره فضا نړیوالي ټولني ته رامنځ ته کړی ده. هندوستان د پرمختللې نړۍ په استازیتوب د ملګرو ملتونو هغه لوړ او رسا غږ دی چې د ملګروملتو ډیرو څانګو سره مرسته کوي او همدرانګه د ملګرو ملتونو یو مهم او غوره مالي مرسته کوونکی هم ګڼل کیږي د بیلګې په توګه د ملګرو ملتونو د ډیموکراسی مالي صندق او د ملګرو ملتونو د ګډ مالي صندوق یو لوی مرسته کوونکی دی.