د افغانستان استخباراتی ایجنسی وائي چی یو شمیر نامتو القاعده کسان چی په دوئي کی لوړ پوړ مشر عمر خطاب هم شامل دې وژل شوي دي

د افغانستان استخباراتی ایجنسی وائي چی یو شمیر نامتو القاعده کسان چی په دوئي کی لوړ پوړ مشر عمر خطاب هم شامل دې د هیواد په ختیځ او جنوب ختیځ په ولایتونو کی ایتلافی ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کی وژلی شویدي.

د ملی امنیت ریاست په یو بیان کی وویل چی په عملیاتو کی د ترهګر شبکی کابو ۸۰ غړی وژلی شوی او نور ۲۷ ترهګر نیولی شویدی  او ورسره د جنوبی ولایت په زابل  او د غزنی ورسره د پکتیا په ولایتونو کی د القاعده ۵ سنګرونه تباه کړیدی. په اعلامې کی خطاب هند په نیمی وچی کی د القاعده په حیث  د القاعده څانګې دویم قوماندان بللی شوی کوم چی د پاکستان ، هند ، مینمار او بنګله دیش حکومتونو سره جنګ کول غواړی لدی کبله چی یو اسلامس هیواد جوړ کړي . په اعلامې کی دا ندی وئیل شوی چی کله عملیات پیل شوی و