ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائیلو پلازمینی په حیث په رسمیت و پیژندلو

د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائیلو پلازمینی په حیث په رسمیت و پیژندلو. نوموړی له تل ابیب څخه د امریکې سفارت مقدس ښار ته انتقالولو پروسی د پیل کولو امر هم ورکړلو. دغه ګام د مقدس ښار په باب د امریکی او د نړیوال لسیزو پالیسی په څټ اړولې ده د کوم په حقله یوشمیر عربو مشرانو له مخکی څخه حساس په مینځنی ختیځ کی ګډ وډی راپورته کولې شی. له سپینې ماڼۍ څخه په خپل ژوندی تیلیویژیونی وینا کی ولسمشرټرمپ وویل چی دا ئې ډیر مودی راهسی پکار ګام و. نوموړی د امریکی بهرنیوچارووزارت ته هم هدایت ورکړې چی سمدستی په بیت المقدس کی د امریکی سفارت ودانولو په پروسه لاس پوری کړي.

په عین وخت کی ټرمپ د اسرائیلو او فلسطین په لړ کی د دوو هیوادونو حل لپاره خپله ژمنه اعاده کړله.نوموړی وویل چې د امریکې متحده ایالات د یو داسی سولې تړون د رامنځته کولو کمک لپاره په ژوره ژمن پاتې شوی کوم چې دواړو خواو ته د منلو وړ وی.

د اسرائیلو لومړی وزیر بینجامن نیتان یاهو د امریکی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه تاریخی، جرآت مندانه او عادلانه فیصلې په حیث ستائیلې. ښاغلی نیتان یاهو په ښار کی د بیت المقدس ډیرزیات مقدس ځایونو کی چی یهودیانو، عیسایانو او مسلمانانو ته مقدس دي د هغی په اوسنی وضیعت کی د هیڅ تبدیلۍ د نه کولو لوړه کړیده

بیت المقدس د امریکی پلازمینه په رسمیت پیژندلو د امریکی ولسمشرپریکړی په وړاندی په نړۍ کی د مخالفت غږ موجب کیږی کله چی د ملګرو ملتونو عمومی منشی اینټونیو ګوئیتریس وویل چی مقدس ښار د بشپړ حیثیت مسئله ده کوم چی هرو مرو نیغو خبرواترو د لاری حل کړی شی. په نیویارک کی د ملګرو ملتونو په مرکز کی خبریالانو سره خبری په کولو ښاغلی ګوئیتریس وویل چی نوموړی په دوامداره ځنی یو اړخیز ګام په حقله خبره کړیده کوم چی به اسرائیلیانو او فلسطینیانو لپاره د سولې امکانات خطر کی واچوی.

نړیوال مشرانو د بیت المقدس د اسرائیلو پلازمینې په حیث په رسمیت پیژندلو د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې غندنه کړیده. هغوئي اخطار وړاندی کړې چی دا ګام نوې تشدد راپورته کولې شی او د اسرائیلو- فلسطین تنازعه حل کولو لپاره ځنې هیله ښخه کړي.