د ګجرات اسمبلۍ ټاکنو لومړنې پړاو لپاره کمپاین به نن پای ته ورسیږی

کله چی د ګجرات اسمبلۍ د ټاکنو لومړی پراو لپاره د کمپائین پائ ته رسیدو ته فقط یو ورځ پاتی دې نو ساسی ګوندونه رائ ورکونکی ځان ته راجلب کولو په غرض هیڅ هانده د لاسه نه ورکوی.

تیرماښام په نیترنګ کی یو ولسی غونډی ته وینا په کولو لومړی وزیر نریندرمودی وویل چی د نوموړی حکومت د قبائیلو د خیرښېګړې لپاره کارکوی. نوموړی وویل چی کانګریس ترد ۵۰کلونو حکومت کړې خو یوه قبائیلی وزارت جوړ نکړی شو. ښاغلی مودی وویل کله چی اټل بهاری واجپئ د هیواد لومړی وزیر جوړ شوی و نو د قبائیلولپاره یو بیل وزارت او یوه بیله بودیجه رامینځ ته کړی شوی وه. نوموړی وویل چی په ګجرات کی د انجونو زده کړه او بیا په ځانګړی ډول د قبائیلو انجونو زده کړه ښه شوی ده.

لدی نه وړاندی د دهندهوکا او دهود کی ولسی غونډو ته وینا په کولو ښاغلی مودی وویل چی په ګجرات کی د بی جې پی حکومت د فساد په مخه نیولو کی بریالی شوې.

بلی خوا د کانګرس مرستیال رئیس راهول ګاندې وویل چې د ګجرات په ایالت کې ۳۹ سلنۍ ماشومان خوراک څښاک شیانو کمبود سره مخامخ دی. په یو ټویټ کې ښاغلې ګاندی وویل چې ایالت د ډاکټرانو بحران سره مخامخ دی او د روغتیایی اسانتیاو لګښت ډیر زیات دی. نوموړی په ایالت کې د کوچنیانو د مړینې په شمیر هم اندیښنه ښکاره کړه. د ټاکنو د لومړی پړاو لپاره کمپائین نن پائ ته ورسی.