پارلمان مخې ته پرتی ستونزې

لیکنه : د یوګیش سود

ژباړه : د پښتو څانګې

د پارلمان ژمی اجلاس د ګجرات ولایتی ټاکنو څخه پس، د دسمبر ۱۵می نیټې څخه پیل کیږې. دا اجلاس به د جنورۍ میاشتی په ۵مه نیټه پای ته ورسیږی. د پارلمان ژمی اجلاس کې به غالباً یو ډوله عملیات ولیدل شي ځکه چې دا په دوو ولایتونو کې ترسره شوی ولایتې ټاکنو په وخت راپورته شوی شور او غوغا څخه پس پیل کیږې. ګمان کیږې چې مخالفې ګوندونه به په ګڼو ستونزو حکومت راګیر کړی. کانګرس، ترینامول کانګرس، کیڼ لاسی ګوندونه، ډرویډا مونیترا کزاګام( ډی ایم کی)، راشتریه جنتا دل، سماج وادی ګوند، بهوجن سماج ګوند او ملی کانګرس په مخالفې ګوندونو کې شامل دی چې په ګڼو مهازونو به حکومت هدف جوړوی.

د پارلمان د چارو وزیر اننت کمار پخوا ویلی وو چې د ژمی په اجلاس کې به ډهیل راوستلۍ شي او دا به د ټاکنو له امله جنورۍ میاشت څخه شروع شي. څنګه چې د پخوانی صدراعظمانو، نرسیما راو او ډاکټر من موهن سینګ حکمرانۍ په وختونو کې شوی وو. ښاغلې کمار په مهمو لایحو ثمر بخښونکې او ګټورو بحثونو لپاره د ټولو سیاسی ګوندونو مشرانو ته اپیل کړی.

د پارلمان د چارو وزیر ویلی دی چې وروسته پاتی طبقو کمیسون، د وروسته پاتی طبقو ملی کمیسون ته آئینې حیثیت ورکول او د دری طلاقو ستونزه پارلمان مخې ته مهم موضوعګان دی. هیواد توقع لری چې د دغه ستونزو سره اړونده لایحې به روان اجلاس کې د پارلمان مخې ته راوستلۍ شي.ښاغلې کمار وویل چې که چیری دا د هیواد آرزو ده، حکومت به دی ته غبرګون وښایی.دا ستونزې به د دری اونیو په اوږد اجلاس کې تبصره کیږې. په اجلاس کې به لږ تر لږه په دری قوانینو- جی ایس ټې قانون، د دیوالی توب قانون او د ځنګلاتو قانون غور لاندی راوستلۍ شي.

د پارلمان دا ناسته د ملی جمهوری ائتلاف یا این ډی ای لپاره هم مهمه ده ځکه چې مرکزی حکومت نیت کړۍ دی چې د دری طلاقو تمرین پای ته رسولو او وروسته پاتی طبقو لپاره ملی کمیسون په تړاو لایحې مخې ته راولی. د وروسته پاتی طبقو لپاره د ملی کمیسون لایحه به بیا معرفې کړۍ شي چې دغه کمیسون ته قانونی حیثت ورکړۍ شي. حکومت غواړی چې دا لایحه ولسی جرګې یا لوک سبا ته وړاندی کړی څنګه چې د مشرانو جرګې یا راجیه سبا د پشا کال اجلاس په وخت په دی کې ځینې ترمیمونه د راوستلو وړاندیز کړۍ وو. په لایحه کې به هڅه وشی چې د وروسته پاتې طبقو ملی کمیسون د ایس سی او ایس ټې ملی کمیسون سره مساوی راوستلۍ شي.

د ۲۰۱۶م د تابعت ترمیمی لایحه به د ۱۹۵۵م کال د تابعت په قانون کې ترمیم راولی. دا لایحه د کورنیو چارو وزیر راجنات سینګ لخوا د پارلمان ولسی جرګې لوک سبا کې معرفی کړۍ شوی وه. دا لایحه د غیر قانونی مهاجرو تابعت ته پاملرنه کوی. دویم ترمیم تابعت لپاره خواست کونکې وخت په تړاو وو، کوم چې د یو هیواد تابعت د ترلاسه کولو قانونی عمل سره رابطه لری.د ګڼ وړتیاو څخه یو پکې دا ؤ چې هندی تابعت لپاره خواست کولو څخه وړاندی یو خارجې دی هرو مرو لږ تر لږه ۱۱ کالو پوری په هندوستان کې ژوند وکړی یا د حکومت په دفتر کې وظیفه ترسره کړی. دا خاص قانون په هندوستان کې اوسیدو لپاره په ټاکلی وخت کې بدلون راولی یا د هغه نفرو سره تړاو لری چې شپږ کالو لپاره یی د حکومت په دفتر کی وظیفه ترسره کړی وی.

په دغه قانون کې داسی حالات منځته راوړل شوی د کوم لاندی د یو خارجې تابعت یا په خارج کې اوسیدونکی د هندیانو تابعت مسترد کیداۍ شي که چیری ثبتونه یی درغلیو د لیاری یا پنځو کالو دننه شوی وی. هغه نفر دوو یا زیاتو کالو لپاره بندی کیداۍ هم شي. دغه مقرراتو ته په اضافی توګه لایحه به یوه بله قانونی ماده منځته راولی په کوم کې چې هغه خارجیان شامل کړۍ شي څوک چې په هیواد کې د عملی شوی قوانینو سرغړونه کوی.

د ۲۰۱۶م لاریو موټرو ترمیمی لایحه د سړک او د حمل ونقل وزیر ښاغلې نتن ګډګری لوک سبا ته معرفی کړی وه. چې هدف یی د ۱۹۸۸م د لاریو موټرو په قانون کې ترمیم راوستل وو. لوک سبا څخه تصویب کیدو څخه وروسته دا لایحه اړتیا لری چې مرکزی حکومت د ترانسپورت یوه ملی تګلاره جوړه کړی چې د سړک ترانسپورت لپاره معیارونه وټاکل شي.

داسی کتنه شوی چې په سیاسی شخړو به بحث کولو لپاره د شور او غوغا ډکې غوښتنی وشي. په ولسی جرګه کې د کانګرس مشر ښاغلې ملک ارجون کړګی ویلی دی چې مخالفان به جی ایس ټې، د پیسو ناچله کیدو، د جمو او کشمیر ستونزې، ترهګرۍ، او پاکستان لخوا ترهګر حافظ سعید د خوشی کولو په څیر مهمی ستونزی راپورته کړی. داسی بریښې چې د پارلمان ژمی اجلاس یوه غټه اجنډا په لاس کې لری.