ای این ایس کالویری نومی آب تل د هند په بحری ځواک کی شامل شو

لیکنه : د اوتم کمار بسواس

ژباړه : د پښتو څانګې

د هند داخلی جوړ لومړۍ آب تله سکورپین- آي این ایس کالویری په حتمې ډول یو ستر پړاو دی چې د هند د بحری ځواک اوبو لاندی استعداد به ځواکمن کړی. دا یوه غټه لاسته راوړنه هم ده ځکه چې هندوستان به د دفاع په ساحه کې په ځان بسیا شي. دا لومړۍ غټه پروژه ده چې میک این انډیا ابتکار لاندی د دفاع په ساحه کې بشپړه شوی. لومړی وزیر نریندر مودی د هند د بحری ځواک او د بیلابیلو ایجنسیو تاجرانو هڅې وستایلی څوک چې په دغه پروژه کې ښکیل پاتی شوی. د هند لومړی وزیر د هند د بحری ځواک د رول ستاینه هم وکړه چې د هیواد په بحری پولو یی د سولی فضا واکمنه کړی او په سمندرو کې داړمارو پرضد جنګیږی.

تجزیه کونکې نظر لری چې د هند په بحری ځواک کې د آي این ایس کالویری شامل کول به اوبو لاندی د جنګ په ډګر کې یو غټ بدلون راولی ځکه چې دا د فعالیت په ټولو اړخونو ښه والۍ لری. دا آب تله د ځانګړی تکنالوژې سره سمباله ده او په نړۍ کې د نورو آب تلو په مقابل کې ډیره ښه ده. د شپږ سکورپین ډلی آب تلو څخه لومړۍ دا کالویری آب تله بیړۍ جوړونکې مزاګون ډاک لیمټیډ نومی شرکت د لیاری بحری ځواک ته سپارل کیږې. دا آب تله د فرانسی بحری دفاع او د انرژۍ شرکت، ډی سی این ایس لخوا طرح کړۍ شوی او په ممبۍ کې د بحری ځواک پروژه- ۷۵ په برخه کې د ممبۍ ایم ډي ایل شرکت لخوا جوړه کړۍ شوی. د پروژې دا ټول جریان د لومړۍ وزیر نریندر مودی نظر حق بجانب ګرځوی او دا د هند او فرانسی ترمنځ په چټکه غوړیدونکی ستراتیژیکې اړیکو یو ستر مثال دی.

دا هنری آب تله کره نښه ویشتونکې وسلو په کارولو په دښمن ستر بریدونه د کولو استعداد لری. دا بریدونه اوبو لاندی څخه یا اوبو لپاسه، په دواړو ځایونو کیداۍ شي. سږکال مارچ میاشت کې آب تله ډیره کره ثابته شوه کله چې د هند بحری ځواک په عربې سمندر کې د آزماینې په وخت د کالویری ډلی آب تل څخه بیړۍ پرضد توغندۍ د ویشتلو تجربه وکړه. دغې توغندی په غزول شوی واټن نښه په بریا وویشتله. آي این ایس کالویری بیلابیل میشنونه د ترسره کولو استعداد هم لری چې ورکې اوبو لپاسه آب تل پرضد، اوبو لاندی آب تل پرضد مشنونه، استخباراتی راپورونه راټولولو، ماین پرګوته کولو او د سیمی څارنه شامله ده.

غرض دا چې کالویری پرځای کول هیواد لپاره یوه غټه لاسته راوړنه ده کوم چې د ایټمی وسلو څلور اړخیز چوکاټ بشپړولۍ شي یعنی دا له ځمکې، هوا او سمندر څخه ستراتیژیکې وسلی د کارولو استعداد لری. تیر کال د هند بحری ځواک لومړۍ کوچنې ایټمی آی این ایس آریهنت آب تله پرځای کړۍ شوی وه د کوم سره چې دا د اوسنې اګنې په نامه ځمکنې توغندیو او جنګې بم غورځونکې وسلو سره یو ځای شوه. د هند بحری ځواک آب تلو دسته به په راتلونکې کلونو کې چمتو شي او د سکورپین ډوله آب تلی به د هند د بحری ځواک یوه مهمه برخه جوړوی، هندوستان دا وخت ۱۳ روایتې آب تلې لری چې ورکې یوه داخلی جوړ آریهنت ډوله آب تله ده او یوه د روسئ اکولا ډوله ایټمی اب تله ده چې په کرایه فعاله ده. هندی بحری ځواک د جنګ او سوله ساتنی په وختونو کې ستر رول لوبولۍ.

آي این ایس کالویری پرځای کول، د هند سمندر په لودیځ اړخ د جیبوټې کې چین لخوا لومړۍ بحری اډه پرانستلو په نظر کې، ډیر مهمه ده. بله دا چې دی په دی ورستیو کې پاکستان او بنګلادیش ته آب تلی خرڅی کړی. او تیر کال د چین ایټمی آب تلې د کراچۍ بندر ته سفر هم کړۍ ؤ. ماهرین نظر لری چې هندوستان اړتیا لری چې بیلاستیکې توغندیو سره خپلی آب تلی ځواکمنی کړی چې د هند په سمندری سیمه کی دښمن هیوادونو پرضد څارنه زیاته کړی او ستر ایټمی مقاومت ترلاسه کړی.

د ۶۰ زره کروړه روپیو پروګرام لاندی د دفاع وزارت ستراتیژیکې انډیوالتوب ماډل لاندی د دفاع خارجې غوښتن لیک لرونکو سره په مرسته هند به بحری جهازونه جوړوی. دی د ځانګړې پوځې تجهیزات جوړولو لپاره هیواد ته لوړه پوځې تکنالوژې د راوړلو لټه هم کړی. د دفاع وزیری نرمیلا سیتارمن ډيره ښه وینا وکړه چې د هند په سمندر کې سوله نړیوالی سوداګرۍ لپاره ډیره مهمه ده. دا سیمه به د آي این ایس کالویری د ګډون سره نوره زیاته ښه شي.