بیپین راوت: هندوستان باید انتظار وکړي ترڅو په پاکستان باندې د امریکا د فشار اغیزه وګوري

د پوځ مشر جنرال بیپین راوت ویلی دی هندوستان باید انتظار وکړي ترڅو په پاکستان باندې د امریکا د فشار اغیزه وګوري. په وروستیو کې امریکا د پاکستان لپاره پوځي مرستې بندی کړې او ویلی و چې هغه هیواد په خپله خاوره د ترهګرو او د ترهګرو ډلو پرضد سخت ګامونه نه اخلي. جنرال راوت پرون ماسپیښین په نوې ډیلي کې په کلنۍ مطبوعاتي کنفرانس کې وینا په کولو وویل په کشمیر کې ترهګړۍ پای ته نه ده رسیدلې او په روان کال کې د عملیاتو تمرکز به شمالي کشمیر ته نقل شي. د پوځ مشر د چین په اړه وویل که څه هم چین یو ځواکمن هیواد دی خو هندوستان یو کمزوره ملت ندی. نوموړی وویل هندوستان به ژر د چین سره د تماس یوه شمیره ولري. د پوځ مشر وویل پوځ به په دوامداره توګه تر ۱۸۶۰۰۰ زیات د مرمۍ ضد جاکټونه ترلاسه کړي چې دا د جون میاشت څخه به پیل شي. نوموړی وویل پوځ همدا رنګه د سایبر امنیت د ښه والي په اړه خپلی هڅي کوي.