ټرمپ: دوی به دایران سره د اتومي پریکړي درناوی وکړي او ورباندي به نور بندیزونه ونه لګوي

سربیره پردي چي په دغو ورځو کښی دښاغلی دونالډټرمپ اداري داسي پریکړه کړي چي په ۱۴ ایراني وګړو باندي به نوي بندیزونه ولګوي. ښاغلی ټرمپ ویلي دي چي دوی به دي ۲۰۱۵ دایران سره د اتومي پریکړي درناوی وکړي او ورباندي به نور بندیزونه ونه لګوي. دټرمپ اداری یوه لوړپوړي مشر ویلي دي چي د ښاغلی ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د ۶ لویو قدرتونو پریکړي ته درناوی وو. د نوموړي اداری ویاندي آغلی منوچین ویلي وو چي امریکا به نور هغه څه ته حوصله ونه کړي چیري چي بشري حقوق تر پښو لاندي کیږي. ۶ لوی قدرتونو امریکا، جرمنی، انګلستان، فرانسي، چین او روسيي له ایران څخه وغوښتل چي اتومي فعالیتونه ودروي او کومه نوي ازموینه تر سره نه کړي. په مقابل کښی به يي په ایران باندي د لسګونو بلیونو ډالرو بندیز بیرته پورته شي.