سوریش پربو: هند او انګلستان په ګډه سره کولی شي چي دنړی په کچه تولیدات ولري

مرکزی وزیر ښاغلی سوریش پربو ویلي دي چي هند او انګلستان په ګډه سره کولی شي چي دنړی په کچه تولیدات ولري او دوی به په بیلا بیلو اړخونو کښي په ګډه سره کار وکړي او ددي انرژي لري او ښي مثبتي پایلي به ولري. د انګلستان او هند د تجارتي خونو د استازو ګردي میز ته په وینا کښي دهندي د صنایعو وزیر ښاغلی سوریش پربو په لویه کچه په هند کښي د انګلستان پانګي ته هرکلۍ وویلو. نوموړی پانګي اچونکو ته ډاډ ورکړي چي دوی ته به په هند کښي ښه چاپیریال جوړ شوی دی. او په دي برخه کښي دپام وړ پرمختګونه شوي دي.