نریندر مودي: دهیواد له ځوانانو څخه یي څوک ناوړه ګټه نه شي اخیستلی

لومړي وزیر ښاغلی نریندر مودي وویل چي دهیواد له ځوانانو څخه یي څوک ناوړه ګټه نه شي اخیستلی او دوي به هغه ته غاښ ماتونکی ځواب ووایي څوک چي غواړي دغه ملت په خپلو کښي سره وویشي. ښاغلی په یوه ویدیويي وینا کښي هغی ناستي ته دا وویل کومه چي د دځوانانو د ورځي د لمانځلو په مناسبت جوړه شوي وه. ښاغلی زیاته کړه چي نني ځوانان دسوامي وویک آنند خوبونه رښتیا کوي، چي هغه به دایم دا خبره کوله چي دیوي ټولني پرمختګ د وروګلوی سره تړلی دی. ښاغلی مودي وویل چي مخکي په غربي نړی کښي دهند په باره کښي ډیره منفی نظریه وه خو دهغه ټولو مخه ښاغلی سوامي وویک انند ونیوله او هغو ته یي حقیقت بیان کړ.