دهند او سویلي افریقا د کریکت دوهمه سیالی به نن دسنتریون په سوپر پارک لوبغالی کښي ترسره شي

دسنتریون په سوپر پارک لوبغالی کښي به نن دهند او سویلي افریقا د کریکت دوهمه ازمویني سیالی ترسره شي. دغه سیالۍ به په یوه نیمه بجه پیل شي. لومړي سیالی کښي سویلي افریقا هند ته په ۷۲ منډو سره ماتي ورکړي وه، خو اوس به هند هڅه وکړي ترڅو دهغه ماتیي غچ په دوهمه سیالۍ کښي واخلي خو له بل لوري سویلي افریقا لوبډله له لوی امید سره غواړي چی ولوبیږي څرنګه چې دوی مخکي لوبه ګټلي ده او غواړي چي دا هم وګټي. هند به پوره هلي ځلي وګړی ترڅو ددغه سیالۍ لړی ځان ته خپله کړي. آل اندیا رادیو به هم ددي سیالۍ په باره خپله تبصره نشر کړي.