لومړۍ وزیر له دری هیوادونو لیدنې څخه پس هیواد ته راستون شوی

لومړۍ وزیر نریندر مودی له دری هیوادونو- فلسطین، متحده عربې اماراتو او عمان څخه لیدنه کولو څخه پس بیرته هیواد ته راستون شوی. دا عمان ته د نوموړی لومړۍ سفر ؤ او فلسطین ته په تیرو ۳۰کالو کې د یو هندی لومړی وزیر لخوا ترسره شوی لومړۍ سفر ؤ.

د آل انډيا راډیو خبریال راپور راستوی چې دغه سفر سره به دری هیوادونو سره د هند اړیکې نوری ځواکمنې شي. لوموړی وزیر وویل چې عمان ته د هغه سفر سره دواړو هیوادونو ترمنځ پیړیو راهیسی روانی اړیکې نوری ځواکمنې شوی او تجارت او سرمایه کارۍ په ګډون په ټولو ساحو کې اړیکې عظیمی وده ومومی.

ښاغلی مودی وویل عمان ته د هغه سفر یو ډير زیات یادګاری سفر ؤ چې هغه ترسره کړو.

په متحده عربې اماراتو کې لومړی وزیر نریندر مودی او ولی عهد شیخ محمد بن زیاد النهیان جامع ستراتیژیکې اړیکې نوری ځواکمنولو په موخه خپله ژمنه تکراره کړه.