پاکستان جمو او کشمیر ته ترهګر لیږلو کې مرسته کولو په موخه د اوربند په سرغړونه لاس پوری کړۍ

د دفاع چارو وزیری نرمیلا سیتا رمن ویلی دی چې پاکستان جمو او کشمیر ته ترهګر لیږلو کې مرسته کولو په موخه د اوربند په سرغړونه لاس پوری کړۍ. رسنیو ته په وینا کې نوموړی وویل چې مرکزی حکومت یو لړ ګامونه پورته کوی چې عصری الکترونکی څارونکې سیستمونه پرځای کړی چې له سرحد بل اړخ څخه د ترهګرو د راننوتلو مخه ونیولۍ شي.

د دفاع چارو وزیره دوشنبې په ورځ په جمو کې وه او د سجوان ترهګریز برید په نظر کې ایالت دننه د امنیتې وضعی کره کتنه یی وکړه. میرمن سیتا رمن وویل چې اسلام آباد د جمو سیمی پیر پنجال جنوب ته خپله ترهګری خوروی. میرمن سیتا رمن وویل چې حکومت د ټول پوځې تاسیساتو امنیت لپاره د فلیپ کمپوز کمیټې راپور عملی کوی. او په دی ارتباط ۱۴۸۷ کروړه روپۍ یی منظوری کړی.

وزیری وویل چې حکومت به پرلپسی د پاکستان لخوا د روزل شوی ترهګرو هڅې ناکامی کړی چې موخه یی په هیواد کې تشدد خورول دی او د ترهګرو پرضد کړن لیاره خپلولو د لیاری به ضروری ګامونه اوچتوی.