د سریلانکا ولسمشر او لومړی وزیر رانیل ویکرم سینګې ترمنځ اختلافات منځته راغلی

په سریلانکا کې په راتلونکی کی د ملی یوالی حکومت په تړاو ولسمشر میتری پالا سری سینا او لومړی وزیر رانیل ویکرم سینګې ترمنځ اختلافات منځته راغلی. ولسمشر پرلپسی لومړی وزیر ته ویلی چې د متحده ملی ګوند ناکامۍ لپاره مسؤلیت په غاړه واخلی او منسب پریږدی چې دا وخت د یوالی حکومت مشری په غاړه لری. ولسمشری دفتر یوه خبر پاڼه خپره کړی چې د حکومت د راتلونکی سیاسی هلو ځلو په تړاو د یوالی ملی ګوند سره هیڅ لوزنامه نه ده شوی.

په عین حال کې د متحده ملی ګوند یو څو پارلمانی غړی د ولسمشر ترمشرۍ د سریلانکا فریډم ګوند څخه لاری په جدا کولو خپل حکومت د جوړولو پلان جوړوی.

د ۲۲۵ غړو په پارلمان کې متحده ملی ګوند ۱۰۴ غړی لری کله چې د سریلانکا فریډم ګوند ۹۵ غړی لری چې ولسمشر او پخوانی ولسمشر مهیندرا راج پکسی ترمنځ ویشلی دی او ائتلاف یی شنبې په ورځ شوی د مالی موسسی په ټاکنو کې زیاتره څوکۍ خپلی کړی.