شمالې کوریا د جنوبې کوریا سره د اوچتې کچې خبری اتری منسوخ کړی

شمالی کوریا د امریکې متحده ایالاتو او د جنوبې کوریا ترمنځ ګډ پوځې تمرینونو په ترڅ کې د جنوبې کوریا سره د اوچتې کچې خبرې اتری منسوخ کړی چې د نن لپاره ټاکل شوی ؤ. د امریکې متحده ایالاتو او د جنوبې کوریا ځینې سل جنګې الوتکو د جمعې په ورځ مکس ټنډر نومی تمرین شروع کړو. د شمال رسمې کی سی این ای خبرې اژانس وویل چې تمرینونه پارونکې دی او د یرغل لپاره یو تمرین دی. د جنوبې کوریا سره خبرې اتری چې ورباندی په روانه اونۍ کې موافقه شوی وه او په پنمونجوم کې ترسره کیدونکې ؤ دا ځای د دواړو هیوادونو ترمنځ د غیر نظامې منتقې کې یو پوځې تالار دی. پونګیونګ د خپل مشر کیم جان او د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځه د راتلونکې میاشتې په ۱۲مه نیټه کیدونکې سترې غونډې منسوخ کولو هم اخطار ورکړۍ. د امریکې متحده ایالاتو ویاند وویل چې د پوځې تمرینونه پارونکې نه دی او زیات یی کړه چې هغوی به د ښاغلې ټرمپ او کیم ترمنځ غونډې لپاره تیارسۍ ته دوام ورکړی.