په کرناټکا کې سیاسی فعالیتونه ګړندی شوی

پرون د کرناټکا اسمبلۍ ټاکنو کې د یو نیمګری امر رامنځته کیدو څخه پس په ایالت کې سیاسی فعالیتونه ګړندی شوي. بی جی پی او کانګرس دواړو نن په بنګلور کې د خپل مقننه ګوند غوندی راغوښتې چې خپل نوی مشر انتخاب کړی. مرکزې وزیران جی پی نډا او درمندر پردان به د مرکزې مبصرینو په حیث د بی جی پی د مقننه ګوند غونډه کې ګډون وکړی. د کانګرس مشران به هم د جنتا دل سیکولر مشر ایچ ډی دیو ګوړا سره لیدنه وکړی چې د اتحادی حکومت اډاوڼې ته آخری بڼه ورکړی. د ۲۲۲ څوکیو کې ۱۰۴ څوکۍ په ګټلو بی جی پي د یک یوازینۍ تر ټولو غټ ګوند په حیث رابرسیره شوی. بل خوا ته کانګرس ۷۸ څوکۍ ګټلې او د ټاکنو څخه پس د جنتا دل سیکولر سره اتحادیه جوړه کړی کوم چې ۳۸ څوکۍ ګټلې. بی جی پی او کانګرس جنتا دل سیکولر اتحادی دواړو د حکومت جوړولو لپاره دعوا کړی کله چې د هغوی مشران تیر ماښام د والی ویجو بای والا سره لیدنه وکړه.