کیم : غیر زروی ګرځول دښمنې پریښودلو باندی تکیه لری

د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون ویلی دی د کوریا ټاپو غیر زروی ګرځول به د واشنګټن او پیونګ یونګ لخوا د یو بل سره دښمنی لمنځه وړلو لپاره تکیه ولری. د کیم په حواله د شمالی کوریا دولتی رسنیو وویل چې په ټاپو کې سوله او ثبات ترلاسه کولو په ترڅ کې دواړه هیوادونو ته ژمنه کول پکار دی چې د باهمی تفاهم لپاره د یو بل سره د ډښمنۍ څخه ډډه وکړی. دولتی خبرې اجانس کی سی این ای وویل چې د کیم او د امریکې متحده ایالتو ولسمشر ټرمپ ترمنځ پرونۍ تاریخې غونډه د دواړو ملتونو ترمنځ شخړه لرونکې مناسبات لمنځه وړل پرګوته کوی ایجنسۍ وویل کیم د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر ته په یو مناسب وخت پیونګ یونګ ته د راتلو بلنه ورکړه او ښاغلۍ ټرمپ هم د شمالې کوریا مشر ته امریکې ته د راتللو بلنه ورکړه. دواړو مشرانو د یو بل بلنی ومنلی په دی ویلی چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکې ښه کولو لپاره یو بل مهم موقع په حیث وکارول شي.