هند د امریکې او شمالی کوریا ستره غونډه د یو مثبت انکشاف په بللو هرکلۍ کړی

هند په سنګاپور کې د امریکې او شمالی کوریا ترمنځ شوی سترې غونډې هرکلۍ کړۍ په یو بیان کې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا یو مثبت انکشاف دی او هند تل د هغو هڅو ملاتړ کړۍ چې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ د لیارې کوریا ټاپو کې سوله او ثبات راوستل شي. هند هیله څرګنده کړی چې د ستری غونډې نتیجې به اجرا کړۍ شي او په منطقه کې دایمی سولې لپاره لاره هواره شي. دا هیله لرل شوی چې د کوریا ټاپو مسلې حل به په پام کې ونیول شي او د هند ګاونډ پوری غزیدلی زرو رابطو په هکله د هند اندیښنې ته به پام وګرځول شي. د امریکې متحده ایالاتو فیصله وکړه چې د کوریا په بشپړه ټول غیر زروی ګرځولو په لړ کې د پیونګ یونګ ټینګ ژمنې په بدل کې شمالې کوریا ته به د امنیت تظمین برابر کړۍ شي. وروسته یو رسنیو کانفرانس ته په خطاب کولو ښاغلی ټرمپ وویل چې کیم سره د نوموړی خبرې اتری ریښتونې نیغ په نیغه او ثمر بخښونکې دی.