د فیفا نړیوال جام: کروشیا پای لوبې ته ورسید

د فوټبال فیفا نړیوال جام په لوبه کې کروشیا د مسکو په لوزنیکی لوبغالې کې تیره شپه په نیمه پای لوبه کې انګلنډ ته په ماته ورکولو د نړیوال جام لومړی پای لوبې ته ورسید. کروشیا په زیاتیګړی وخت کې په ۲-۱ دا بریا ترلاسه کړه او ۱۹۶۶م راهیسی دغه اعزاز لپاره یی د انګلند هیلې یی له منځه یوړلی. کیرن تریپیار په پنځمه دقیقه کې شاندار توپ په واسطه انګلنډ مخې ته راوست کله چې بیا ایوان پیریسیک په دویمه نیمائې کې هر څه بدل کړل او لوبه یی زیاتیګړی وخت ته یی ورسوله.

کروشیا به یکشنې په ورځ په مسکو کې فرانسې سره لوبه وکړی. فرانسې په لومړی نیمه پای لوبه کې په ۱-۰ بلجیم ته ماته ورکړې. ماریو مانزوکیک یا په ۱۰۹مه دقیقه کې بریا په ترلاسه کولو د انګلنډ هیلې له منځه یوړلی او د کروشیا لوبه یی د ښه کولو مرسته وکړه. د دریم مقام لپاره انګلنډ او بلجیم ترمنځ لوبه به شنبې په ورځ په سن پیټرس برګ کی وشي.