د انګلستان حکومت به په افغانستان کې خپل ځواکونه دوو چنده کړی

انګلیستان حکومت پلان جوړوی چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر شاوخوا دوو چنده کړی کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددی لپاره خواست وکړو چې دغلته د امنیت نازک وضعیت سره چلند وشي. لومړی وزیرې تریسا مۍ اعلان وکړو چې حکومت به ۴۴۰ زیاتیګړی ځواکونه ولیږې او ددی سره به د انګلستان د ټول ټال ځواکونو شمیر شاوخوا ۱۱۰۰ ته ورسیږی چې افغان ځواکونه په خپله خاوره طالبانو او د داعش بغاوت کونکو سره مقابله وکړی.

زیاتیګړې ځواکونه به ناټو ترمشرۍ د روزنې په میشن کې برخه واخلې چې د افغان ځواکونو ته مرسته ترسره کړی. دا ځواکونه به په کابل کې اساس ولری او په جنګې کړنو کې به ښکیل نه وی.

دا اعلان په بلجیم کې د ناټو سرمشریزې غوندې څخه یوه ورځ مخکې وشو.