مینمار د نژادی باغیانو سره د سولې یو کانفرانس پرانستلو

د مینمار مشرې اونګ سین سوچې او د هیواد پوځې قوماندان د چهارشنبې په ورځ د نژادی لږکیو ډلو استازو سره یو کانفرانس پرانستلو چې د دوو لسیزو اوږد ترخو اړیکو او د وسلوالې تنازعې څخه پس دایمې سولې ته لاره هواره شي. سوچې برخه والو ته په وینا کې وویل چې هغه اندیښمنه ده چې د سولې په کانفرانس کې هر ډوله ځنډ خلکو لپاره د سولې په هیلو بده اغیزه کولاۍ شي.

د کانفرانس په لومړی ورځ په خپل خطاب کې پوځې قوماندان لوړپوړې جنرال مین آنګ هلینګ د سولې په جریان کې ټولو دعوه دارو ته خواست وکړ چې یوی لوزنامې ته ځان ورسوی او مثال یی ورکړو چې څنګه د سولې په جریان کې ځنډ د هیواد په پرمختیا بده اغیزه کولاۍ شي.