هندوستان په ګرده نړۍ کې شپږم غټ اقتصادی هیواد جوړ شو

د سوداګرۍ او د صنایعو وزیر سوریش پربو ویلی دی چې هندوستان د لومړی وزیر نریندر مودی ترمشرۍ لاندی راتلونکې څو کلونو کې د پنځه ټرلیون ډالرو اقتصادی هیواد د جوړیدو په لار دی او په کابو ۱۶کلونو کې به د ۱۰ ټرلیون اقتصادی هیواد جوړ شي.

۲۰۱۷م میلادی کال لپاره د نړیوال بانک راپور په ترڅ کې چا چې ویلی و چې هندوستان د ګردې نړۍ شپږم غت اقتصادی هیواد جوړیدۍ شي، ښاغلی پربو وویل چې دا د ګڼ اډاونیز، سیمه ایز، ټولنیز او اقتصادی اصلاحاتو پایله ده. نوموړی وویل چې خلک به په نژدی راتلونکو کې نوری زیاتی پایلی په سترګو وګوری.

هندوستان جمله داخلې تولیداتو په ترڅ کې د فرانس څخه مخ په وړاندی ووت. امریکا د ګردی نړۍ ستر اقتصادی هیواد دی کله چې د دی څخه پس د چین، جاپان، آلمان او د انګلستان نمبر راځې.