د انډونیزیا لوملوک یو ځل بیا زلزلې ولړزوه

د پنجشنبې په ورځ د انډونیزیا لوملوک یوې قوي ټکان ولړزاوه او د هغوکسانو په منځ کې یې سخته ویره رامنځته کړه کوم چې د څلور ورځې د مخه د یوې وژونکې زلزلې څخه په امن ځایونو کې پټ شوي دي چې ۱۶۴ تنه یې وژلي وو.

د امریکا متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي چې ۵٫۹ ریکتاره دغه تیزه زلزله د شمال غربي دغه ټاپو د شالو عمق کې رامځته شوې. د طبیعي پیښو پروړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند سوټوپو پوروو نګروهو ویلې چې د یکشنبې د قوي زلزلې وروسته ۳۵۵ واړه ټکانونه ترسره شوي دي چې په کلکه محسوس شوي.